دیني لیکنې

د ژوند د شېبو قیمتي کولو مجربه نسخه

لیکوال : داسلامي نړۍ نامتو عالم مفتي محمد تقي عثماني ، ژباړه  ابوعمیر

یوه د تجربې خبره درته ښایم ، هغه داچې د سهار له لمانځه اداء کولو وروسته  له الله تعالی څخه  دعا وغواړئ چې :  ای الله ! داورځ  پیل شوه اوس به دژوند چاري پیلوم ، ای الله ! په خپل فضل اوکرم سره  ددې ورځي د شېبو دصحیح مصرفولو توفیق راکړي  چې  هیڅ وخت مي ضائع نه شي ، او په یو نه یو  د خیرکارکې مي د ژوند شېبې مصرف شي .

په حدیث شریف کې راځي چې کله به  لمر راوخوت  نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به دادعا لوستله :

الحمدلله الذي اقالنا یومنا هذا ولم یهلکنا بذنوبنا

یعني دهغه الله تعالی شکر دی چې موږ ته یې  ورځ بيرته راکړه  او زموږ دګناهونو په وجه یې موږ هلاک نه کړو

دلمر راختلو په مهال  دا کلمات  هره ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  لوستلي

مطلب داچې  موږ خو ددې مستحق  ؤ چې دا ورځ نه وای راکړه شوي  او تردې ورځي وړاندي  موږ دخپلو ګناهونو له امله هلاک کړی شوي وای  لیکن الله تعالی په خپل فضل اوکرم سره موږ هلاک نه کړو او داورځ یې دوهم ځل  راکړه

ځکه نوباید لمړی دااحساس په زړه کې پیداکړو چې  د دې ورځي راکړه  یونعمت دی  چې الله تعالی په خپل فضل اوکرم سره  موږ ته راکړه .

ددې دعا په ذریعه  سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا راښيي چېه  دهرې ورځي  داسي قدر وکړو لکه موږ چې ماښام  هلاکیدونکي ؤ  مګر الله تعالی  په خپل فضل اوکرم سره  ژوند راکړ، اوس چې کوم نوی ژوند راکړل شوی هغه  په صحیح  مصرف کې استعمال کړو.

دسهار مسنوني دعاوي باید معمول جوړ کړو :

په حدیث شریف کې  هغه دعاوي  رانقل شوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  به هره ورځ  دسهار له لمانځه وروسته ویلي ، نوچې موږ یې هم  دسهار له لمانځه وروسته دویلو عادت جوړ کړو  هغه دعاوي دادي

اللهم اني اسئلک خیر هذالیوم وخیر مابعده  وأعوذبک  من شر هذاالیوم  ( ترمذي)

ای ربه ! له تانه  ددې ورځي  دخیرغوښتنه کوم اوهم له دې د وروسته خیر، او ددې ورځې له شره  پناه غواړم

اللهم  اني اسألک خیر هذالیوم  وفتحه ونصره  و نوره  و برکته  وعافیته  وهداه

ای الله ! زه  له تا نه  د نن ورځي  خیر غواړم ، او دنن ورځي  فتح ، نصرت ، نور ، برکت  ، عافیت اوهدایت غواړم

اللهم اجعل اول هذالنهار صلاحا  و اوسطه  فلاحا  و آخره  نجاحا

ای الله !  دنن ورځي لمړۍ شيبې  زمالپاره صلاح ، ا و دمابین شېبې  کامیابي  او آخیرې شېبې  دخلاصون ذریعه وګرزوي

دا درسول الله صلی الله علیه وسلم  ښکلي دعاګاني دي  یاد یې کړئ او هره ورځ  یې  سهار مهال وایاست ، او له الله تعالی  څخه  توفیق غواړئ  چې  د دې ورځي هره هره شېبه  مو د الله تعالی د رضا مطابق  مصرف شي

په هر صورت ! لمړی  نظم الاوقات  جوړکړئ اوبیا ددې خبري ټینګ عزم  وکړ ئ چې زه به  ددي پابندي کوم ، اوبیا له الله تعالی ته دعاء وکړئ او توفیق ورڅخه وغواړئ، له هغه وروسته  دژوند په چارو پیل وکړئ

دشپې  دویده کیدوپه مهال  د ورځي جائزه :  بیا د شپې  ویده کیدلو په مهال  دخپلي ورځي دکارونو جاج واخلئ چې  نن سهار  ما  کومه اراده کړي وه ، هغه مي ترکومه ځایه ورسوله او کوم کوم څه رانه پاتي شول، کومه سستي اوغفلت چې شوی وي  له الله تعالی څخه بخښنه وغواړه توبه او استغفار وکړه اوبیا خپل عزم  تازه کړه  او ترکومه چې په خپله اراده  قائم شوی وي په هغه دالله تعالی شکر اداء کړه ، که ټول ژوند همداسي جوړ کړي نو دالله تعالی له رحمت څخه امید دی چې  تر یوساحل پوري به ورسي

%d bloggers like this:
/* ]]> */