دیني لیکنې

په کمیاوي موادو دجامووینځل !

پوښتنه : په دغه وروستي وقتونوکې دجامودپاکولو اوصفاکولوداسې ماشینونه ایجادشوي چې  پرته له اوبو څخه دکمیاوي موادوپه ذریعه نجسې اوچټلې جامې صفاءکوي  نواوس پوښتنه داده :چې آیا شرعا هم دغه جامي پاکې ګڼلې کېږي اوکنه ؟ یوسائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دجامودطهارت  په اړه دفقهاو درې رایې دي:

لمړی داچې دنجاست دازالې لپاره یواځې پاکې اوبه ضروري دي .

دوهم  دا چې دنجاست ازاله په هرپاک مائع باندي صحت لري .

دریم قول داده چې دنجاست ازاله په هرهغه شي رواده چې دغه نجاست ورسره زائلیږي یعني چې رنګ بوی اوخونديې ختم شي که څه هم په لمر،هوا اوبادسره وي.

اوس ددغه ډول کمیاوي موادو په هکله هم دعلماودوې رايې دي :

یوه ډله علماء وايې: چې په دغه موادو باندي دجامي نظافت اوپاکوالی راځې دوئ وايې چې مطلوب په طهارت کې دنجاست ازاله ده که په هرشي سره وي اودابووجودحتمي نه دی لکه دام المؤمنین صديقې رضی الله تعالی په روایت کې چې راغلي دي :ماکان لاحدنا الاثوب واحدتحیض فیه فاذااصابه شیئ من دم قالت بریقها فقصعته بظفرها [ای فرکتها ]رواه البخاري ۳۰۶

که وویل شي چې داسماء رضی الله تعالی عنها حدیث له دي خبري سره معارض ده هغه داچې وايې دحیض دجامووینځل ضروري ده  : عن أسماء بنت أبي بكر رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم قال في دم الحيض يصيب الثوب: ((تحتُّه، ثم تقرصُه بالماء، ثم تنضحه، ثم تُصلِّي فيه))؛ متفق عليه.

نوددې په جواب کې وايې چې دلته تطبیق کیدلای شي اوهغه داچې دصديقي رض حدیث په قلیل الدم اوداسماء رض  حدیث په کثيرالدم محمول شي .

همداراز دوئ په دې لاندينيو احادیثوهم استدلال کوي

عن أم ولَد لإبْراهيم بن عبد الرحمن بن عوف، أَنها سأَلَت أُم سلَمة زوج النَّبي صلَّى الله علَيه وسلَّم فَقالَت : إني امرأَة أطِيل ذَيلي، وأمْشي في الْمكَان الْقَذر فَقَالتْ: أُمُّ سَلَمَةَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ (يُطَهِّرُهُ مَا بَعْدَهُ) رواه الترمذي (143) وأبو داود (383) وابن ماجه (531) والترمذي” .

وعَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ : قال رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (إِذَا جَاءَ أَحَدُكُمْ إِلَى الْمَسْجِدِ فَلْيَنْظُرْ فَإِنْ رَأَى فِي نَعْلَيْهِ قَذَرًا أَوْ أَذًى فَلْيَمْسَحْهُ وَلْيُصَلِّ فِيهِمَا) رواه أبو داود (650) وصححه الألباني في “صحيح أبي داود”

اوبله ډله علماء وايې: چې دنجاست دازالې لپاره داوبواستعمال ضروري ده ځکه په شریعت کې دتطهیرامر تل په ابوباندي شوی دی اوهغه مزیل دنجاست ګڼل شوی دی .

دعربو یو محقق عالم  عبدالله  بن عبد الواحد الخميسپه خپله رساله کې په دې هکله  وايې

ويظهر لي بناء على ما سبق حصول التطهير بمغاسل البخار للأمور التالية:

1- أن مغاسل البخار تزيل النجاسة إزالة لا يظهر معها أثر للنجاسة فهي تزيل اللون والرائحة، والغسل بها – غالباً – يكون أفضل من الغسل بالماء.

2- أن المواد الكيميائية المستعملة في مغاسل البخار مواد طاهرة، والماء غير متعين لإزالة النجاسة كما سبق.

3- أن البروكلين الذي يعاد إلى الخزان يضاف إليه مادة بروكلين أخرى عند الغسل مرة أخرى عند الغسل مرة أخرى.

4- أنه سبق أن البخار المتحلل من المائعات الطاهرة طاهر، وكذلك ترجيح بعض المحققين من أهل العلم أن البخار المتحلل من النجس طاهر، لأنه استحال إلى شيء آخر غير أصلها، وذلك أنه أجزاء هوائية ونارية ومائية وليس فيه شيء من وصف الخبث.

5- أن هناك أنواعاً من الملابس لا يمكن غسلها إلا بمغاسل البخار، وهي ملابس غالية الثمن، ولو غسلت بالماء لأصبحت عرضة للفساد والانكماش، ويلحق بالناس حرج ومشقة لو قيل بعدم جواز غسلها بالمغاسل الجافة، ومن القواعد المقررة عند الفقهاء أن المشقة تجلب التيسير.

6- أن مغاسل البخار من الأمور التي عمت بها البلوى، وقد ورد عن الصحابة والسلف وبعض الفقهاء العمل بالتيسير في وقائع مما لا يمكن التعليل للحكم فيها إلا بعموم البلوى ومن ذلك:

مګر ترهغه مهاله چې دجامووینځلولپاره اوبه یاپه اوبوسره دمینځلوماشین آلات موجود وي بایدداحیتاط له امله په دوهمه نظریه عمل وشي اوکه چېرته ضرورت  یاعموم بلوی وي اوددغه ماشین الاتو پرته چې په بخاراتواوکیمیاوي موادو جامي وینځې  نورې لارې چارې نه وي نوبیاپه لمړۍ نظریه هم عمل کیدلای شي . والله تعالی اعلم

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

%d bloggers like this:
/* ]]> */