دیني لیکنې

که یوشی وقف شي بیابدلیدلای شي ؟

الاستفتاء رقم ………محترم مفتي صاحب ! یووقف شوی شی بدلیدلای شي اوکنه ؟مثلا یوه ځمکه دهدیرې  یامسجدلپاره وقف شوي ده څه وقت وروسته دغې ځمکې ته دیوچاضرورت پیداشي نوچې په مقابل کې يې نوره ځمکه ورکړي اودغه ځمکه راوګرزوي شرعا ورته رواده ؟میرحمزه

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دمسجدلپاره وقف شوي ځمکه نشې تبدیل کیدلای ،اودهدیرې لپاره وقف شوي  ځمکه کې تفصیل ده اوهغه داچې دهدیري یامدرسې وغیره لپاره وقف شوي ځمکه په درې ډوله ده :

۱=  لمړی داچې واقف دوقف په مهال دتبدیل شرط دځان یابل لپاره ذکرکړی  وي ،په دې صورت کې تبدیل جائز دی ،

۲= په وقف کې یې دغه وړاندینی شرط نه وي ذکرکړي اودغه شی له نفع څخه بالکلیة وتلی وي نوبیايې هم تبدیل جائز ده البته په اذن دقاضي سره .

۳= دوقف شی له نفع څخه بالکلیه نه  وي وتلی اوشرط دتبدیل هم نه وي ذکرشوی نوپه دي صورت کې يې بیا تبدیل نه دی روا .

وفي ردالمحتار ۶۵۸۹   اعلم أن الاستبدال على ثلاثة وجوه: الأول: أن يشرطه الواقف لنفسه أو لغيره أو لنفسه وغيره، فالاستبدال فيه جائز على الصحيح وقيل اتفاقا. والثاني: أن لا يشرطه سواء شرط عدمه أو سكت لكن صار بحيث لا ينتفع به بالكلية بأن لا يحصل منه شيء أصلا، أو لا يفي بمؤنته فهو أيضا جائز على الأصح إذا كان بإذن القاضي ورأيه المصلحة فيه. والثالث: أن لا يشرطه أيضا ولكن فيه نفع في الجملة وبدله خير منه ريعا ونفعا، وهذا لا يجوز استبداله على الأصح المختار .

کتبه :ابوحامدعفی عنه

%d bloggers like this:
/* ]]> */