افغانستان

نورستان او هرات کې د طالبانو نیول کيدل

طالب د ښځو په جامو کې ونیول شوو

کورنیو چارو وزارت، هرات او نورستان ولایت کې
د دو طالبانو د نیول کیدو خبر ورکوي.

کورنیو چارو وزارت پر خپل مجازي فېسبوک پاڼه
لیکي چې، د نورستان د امینه قوندانۍ منسوبینو، د ناری ولسوالۍ (ساو) کلي کې یو
طالب جنګیالی ښځینه جامو کې نیول دی.

ورته وخت کې د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ (
پل مالدار) سیمه کې یو طالب د امنیتی ځواکونو د ترور په تور نیول شوی دي.

د راپورونو له
مخې ورستیو څو ورځو کې پرطالبانو نظامي حملې زیاتې شوې، چې په بېلا بېلو ولایتونو
کې ورته مرګ ژوبله اوښتې، او ډېر طالب جنګیالي يا وژل شوي او يا هم ژوندي نیول شوي
دي.

دا په 
داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ له طالبانو سره
د سولې  خبرې لغوې اعلان کړې، او څرګنده يې
کړه چې طالبان سولې ته لېوال ندي او باید وځپل شي.

طالبانو
په داسې حال کې خپل عملیات او بریدونه په کابل او نورو ولایتونو کې زیات کړل چې
قطر کې يې استازو له زلمي خلیلزاد سره د سولې په خبرو بوخت ول، د خلیلزاد او طالب
چارواکو نهه پړاو خبرو ياپله  یوې احتمالي
هوکړې ته رسيدل ول، چې له هغه ورسته خلیلزاد هوکړه د ټړمپ پر میز کېښوده او د
امریکا کانګرس کې تر بحث لاندې وه او ټاکل شوې وه چې ټړمپ به له افغان ولسمشر او
طالبانو سره کتنه کوي، خو کابل کې د طالبانو موټر بمب برید چې د یو امریکايي په
ګډون دولس تنه پکې ووژل شول،  د امریکې د
ولسمشر د غصې او پر طالبانو د ناباورۍ لامل شو، د یو ټويټ په لیکلو يې دغه
لیدنه  او د سولې خبرې لغوه کړې، او د
طالبانو د ځپلو خبر يې ورکړ.

0

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */