افغانستان

په کابل کې د جرمني سفیر: افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حلېږي

عزم(چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل):  په کابل کې د جرمني سفیر ویلي، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او جرمني په دې برخه کې خپل پراخ ملاتړ څرګندوي.
پېټر پوکول په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او دوی د خبرو اترو په اوږده بهیر کې خپل پراخ ملاتړ څرګند کړی دی.
د پوکول په خبره، جرمني د بین الافغاني خبرو اترو پلوي دی او له دواړو لوریو هیله لري، چې په دې برخه کې دې همکاري وکړي.
نوموړي ویلي، جرمني د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه کوي او په دې توګه به په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
جرمني تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کړی دی او ویلي یې وو، که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کوربه‌توب هم کوي.
جرمني په تېرو اتلسو کلونو کې له امریکا او برتانیا وروسته د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ډېر عسکر لرل او اوس د سولې له هڅو پراخ ملاتړ هم کوي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */