افغانستان

يوناما: د افغانستان بحران باید د بین الافغاني خبرو له لارې حل شي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر «يوناما» مشر تاداميچي ياماموتو ويلي، چې د امریکا او طالبانو خبرو ځنډولو سره بايد تاوتريخوالی زيات نه شي او د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره بايد حکومت او طالبان د بین الافغاني خبرو له لارې حل ولټوي.

د يوناما مشر  ټينګار کړی، چې د افغانستان په اړه هر ډول مذاکراتو کې بايد د افغانانو ټولنيز او سياسي حقونه خوندي وساتل شي.

تاداميچي ياماموتو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره شنبه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې او هغوی يې جګړه خوښوونکې ډله بللې ده.

که څه هم افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو هرکلی کړی، خو د امریکاد بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ويلي، که طالبان په خپل چلند کې بدلون راولي، له سره به ورسره خبرې پيل کړي.

طالبان وايي، تر هغو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، چې تر څو امريکا پر دوی خپلې حملې نه وي درولي او د سولې تړون يې نه وي لاسليک کړی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */