افغانستان

د کران او منجان ولسوالۍ بیرته نیول

بدخشان کې طالبانو درنه مرګ ژوبله

د بدخشان ولایت کران و منجان ولسوالۍ چې له
تیرو دو میشتو د طالبانو تر ولکې لاندې وه نن چهارشنبه ( د سنبلې شلمه ) بیرته د
افغان امنیتی ځواکنو له لوري ونیول شوه.

د ۲۰۷ پامیر عملیات، چې له دوو اونیو را په
دیخوا د افغان امنیتی او دفاعي ځواکنو له لوري په لاره اچول شوی، د روانې سنبلې
میاشتې په شپاړسمه وتوانیدل، د وردوج ولسوالۍ چې پنځه کال د طالبانو په لاس کې وه،
بیرته ونیسي.

او دوې ورځې ورسته د سنبلې په اتلسمه افغان
امنیتي ځوماکونو د یمګان ولسوالۍ چې څلور کاله د طالب تر تصرف لاندې  وه، د افغان امنیتي ځواکنو له لوري ونیول شوه.

بدخشان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي
ځواکنو په عملیاتو کې له ۲۰۰ ډیر طالب جنګیالي وژل شوي، او په ورته وخت کې د
طالبانو ځینې جنګي مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */