افغانستان

د پکتیکا اوسېدونکي د جمهوري ریاست پر کاندیدانو نیوکه کوي

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې د یو بل تخریب پر ځای، ولس ته خپلي طرحې وړاندې کړي.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، له یوې میاشتي د ډېرې مودي په تېریدو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ولس ته خپلې طرحي او برنامي نه دي وړاندې کړې.
دوی وايي د ګوتو په شمېر نوماندانو پخپلو ټاکنیزو غونډو د یو بل د تخریب هڅې کړې دي.
دغه کسان وايي، ولس به نوماندانو ته د هغوی د پلانونو او برنامو له مخې رايه ورکوي، نو اړتیا ده چې دوی پخپلو غونډو کې له ولس سره خپلې برنامې شریکې کړې.
د پکتیکا ولایتي شورا غړي عبدالمبین فقیرزاده کلید ته وویل، په اوس وخت کې نوماندان باید ټول تمرکز پر دې وکړي چې ولس ته خپل راتلونکي پلانونه، برنامې او طرحې وړاندي کړي.
هغه وايي خلک به په ټاکنو کې هغه چاته رایه ورکوي چې د هېواد جوړولو فکر ولري او په خپل پنځه کلن مزل کې هېوادوالو ته ښه خدمت وکړي.
اسحاق ارین وايي، خلک دا ځل په پټو سترګو انتخاب نه کوي او نه هم هغه چاته رایه ورکوي چې له ولس څخه ځان لېري ګڼي.
ده وویل، که نوماندان په خپلو ټاکنیزو غونډو کې د یو او بل له تخریب او پښو وهلو څخه تېر شي او خپل کاري پلانونه له خلکو سره شریک کړي ، دا به غوره لاره وي.
افسرخان او عبدالوهاب وايي، له یو پلوه د نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه په خورا کمزوري وضعیت کې دي، له بل لوري له خپل هدف څخه هم په بله لاره روان دي.
دوی وايي ټاکنو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتي ده، خو تر اوسه هېڅ یو نوماند داسي طرحه نه ده وړاندي کړې چې خلک ورباندې باور وکړي او د راتلونکي ولسمشر په توګه رایه ورکړي.
هغوی وویل نوماندان که غواړي چې ولس ورباندي باور وکړي او رایه ورکړي ، سالم رقابت دي وکړي او د راتلونکو پنځو کلونو پلانونه باید په څرګند ډول خلکو ته وړاندي کړي.
تر اوسه له اوسني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار پرته د ولسمشریزو ټاکنو نورو نوماندانو کومي لويې غونډي نه دي کړي او نه يي هم ولایتي سفرونه کړي.
پر دوی هم نیوکه کېږې، چې د ویناوو ډېره برخه يي یوازي د یو او بل نوماند تخریب وي.

The post د پکتیکا اوسېدونکي د جمهوري ریاست پر کاندیدانو نیوکه کوي appeared first on pashto.

%d bloggers like this:
/* ]]> */