افغانستان

ارزګان: دولتي چارواکو له لفظي شخړې وروسته یو پر بل ډزې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)

ارزګان کې د عدلي رياست اړوند د حقوقو په امريت کې د ياد رياست د عدلي د رييس احمدخان په ګډون د حقوقو امر او يو بل کارمند ترلفظي شخړې وروسته يو پر بل ډزې کړې چې درې تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د عامې روغتيا رياست رييس خان اغا مياخېل وايي، د عدلي رياست د رييس او حقوقو د امر روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی، خو د ياد رياست د يوه کارکوونکي روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بللی.

په ورته مهال د ارزګان د لومړۍ حوزې امر دوهم څارن حاجي نظر د پېښې په سيمه کې له رسنيو سره د خبرو پرمهال وويل، چې نښته د ياد رياست د کارکوونکو ترمنځ شوې او په خبره يې، چې دوی د پېښې د ښې پلټنې په موخه تحقيقات پیل کړي دي.

دیادونې وړ ده چې تردې وړاندې دځینو نورو ولایاتو په شمول یاد ولایت کې ددولتي چارواکو ترمنځ خپلمنځي جګړو درنده مرګ ژوبله رامنځته کړې وه.

%d bloggers like this:
/* ]]> */