افغانستان

امریکایي مبصرین: شمال کې تر بل هر وخت دطالبانو نفوذ پراخ شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)

سیاسي او نظامي مبصرین وايي چې شمال کې تر بل هر وخت دطالبانو نفوذ پراخ شوی دی ځکه چې د طالبانو د حکومت په دوران کي بدخشان هیڅکله سقوط و نه کړ، خواوس په بدخشان کي طالبان ورځ په ورځ قوي کېږي او درې ولسوالۍ له دوی سره دي.

مبصرین وايي، په شمال کې طالبان په دې توانېدلي دي چي ناراضه خلګ پر ځان باندې راغونډ کړي، او د نوي نسل قومندانان ځانته راجلب کړي. څارونکي وایي، په لومړیو کلونو کي زیات پښتانه د طالبانو په صفوفو کي ول،‌ خو اوس تاجک، اوزبک، او هزاره ګان هم ور سره یو ځای سوي دي.

مبصرین وايي لس کاله کېږي چي افغان اقلیتونه د طالبانو د قاضیانو، والیانو، او قومندانو دنده تر سره کوي. هغوی محلي تاجک، اوزبک، او هزاره ګان دي، ددوی ترمنځ هیڅ ژبنی تعصب نشته.

امریکايي پروفیسور، تامس جانسن، وايي،«پدې تېره لسیزه کي، زیات تاجکان، اوزبکان،‌ او هزاره ګان د طالبانو سره یو ځای سوي دي.» هغه علاوه کوي زیاتره خلک فکر کوي چي طالبان ګټونکي دي، نو لهذا ورسره یو ځای کېږي.

مبصرین وايي د افغان اقلیتونو په راجلبولو سره طالبان اوس د دې ادعا کولای سي چي یو ملي تحریک دی، او د افغان ولس له مختلفو اقوامو نماینده ګي کوي.

سیاسي مبصرین وايي که چیرې د امریکا عسکر راووځي، او داخلي جنګ خښ سي. دا ځل به د کورني جنګ لیکي او صفونه د پخوا په څېر برجسته نه وي ځکه چې دافغانستان ټول قومونه دطالبانو په صفوفو کې دیو قوم په حیث فعالیت کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */