افغانستان

ورځپاڼه: شمال کې د طالبانو نفوذ ورځ تر بلې پراخېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «سټارز ایند سټرایپس» په خپله نننۍ ګڼه کې، د افغانستان په شمال کې د طالبانو له پراخېدونکي نفوذ څخه خبر ورکړی.

ورځپاڼه لیکي « د طالبانو نوی نسل د افغانستان په شمال کې ورځ تر بلې د پرمختګ په حالت کې دي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال بدخشان کله هم سقوط ونکړ؛ خو اوس ددې ولایت درې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي».

ورځپاڼه زیاتوي، تر دې وړاندې د طالبانو په لیکو کې یوازې پښتانه لیدل کېدل؛ خو  اوس هغوی توانېدلي په شمال کې نار اضه خلګ او قوماندانان په ځان راټول کړي، چې له امله یې اوس د هغوی په صف کې د افغانستان د هر توکم خلګ لېدل کېږي.

د مطلب د لیکوال په خبره، په دې وروستیو کې ډله، ډله تاجکان، ازبک او هزاره ګان د طالبانو لیکو ته ورغلي؛ ځکه هغوی فکر کوي، طالبان ګټونګي دي.

د ورځپاڼې له مخې، طالبان اوس دا ادعا کولای شي، چې تحریک یې یو ملي او د افغانستان له هر توکم څخه رغېدلی تحریک دی.

په شمال کې د طالبانو د نفوذ د پراختیا خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې هغوی په دې وروستیو کې په شمال  کې بریدونه زیات کړي او ګڼې ولسوالۍیې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.

همدا مهال د فراه، بدخشان، بغلان او کندز په ګډون د ګڼو ولایتونو زیاتره برخې د طالبانو په واک کې دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */