خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: په تېرو ۱۸ کلونو کې موږ وارداتي هیواد و، اوس په صارداتي بدلېږو

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د حیرتان بندر له لارې چین ته د افغانستان د لومړنۍ سوداګریزې محمولې د لېږد د نمانځې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شوي وو  د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو حضور درلود، جمهوررئیس وویل، نن له وارداتي څخه پرصادراتي هیواد د افغانستان د تحول بهیر د پیل مبارکي درته وایم. اتلس کاله مو یواځې واردات کول، پرته له دې چې د صادراتو لپاره یوه واضح طرحه ولرو او دا د منلو نه وو.

جمهوررئیس زیاته کړه: دا یو بنسټیز بدلون دی، په ځانګړي ډول زموږ کروندګرو او معدن کارانو ته چې وتوانېدل د تالک ډبره صادره کړي. دولت په یواځې سر د خصوصي سکتور له همکارۍ پرته دغه کار نشو کولای.

جمهوررئیس وویل، د جلغوزیو ځنګل ملي پانګه ده چې ګټه یې د هیوادوالو جیبونو ته ځي، له دې وروسته تالک او جلغوزه نه قاچاقېږي، ځکه اوس بڼوال باوري دي چې محصولات یې له هیواده بهر صادرېږي؛ دا ښه پیل دی، اما بسنه نه کوي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، اوس د هیواد کرنه اقتصاد محوره کېږي په دې مانا هغه څه تولېدوو چې بازار ولري او دغه کار د سترې کارموندنې لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه، زموږ راتلونکی یو ترانزیټي هیواد دی او زموږ هڅه دا ده چې په راتلونکي کې میلیونونه ټنه د افغانستان تولیدات منځني ختیځ ته ورسېږي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: زموږ ګمرکونه اصلاحاتو ته اړتیا لري، زموږ عواید او مصارف باید بېلانس ولري. موږ هغه هیواد وو چې ټول لګښت مو له بهرنیو مرستو تامینېده. په دې ځای کې د لیدلوري تغییر ته اړتیا ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، تحول پیل شوی، خو کافي نه دی. باید افغانستان د ځان لپاره هدف وټاکي او په راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو بېلانس تغییر ومومي. باید په لسو کالو کې زموږ  صادرات د وارداتو په پرتله پنځه چنده شي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل: هغه ډول چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د ازادۍ اتلان دي، زموږ خصوصي سکتور، کروندګر او  صنعت کاران د افغانستان د انکشاف اتلان دي.

په دغو مراسموکې د ترانسپورټ وزیر یما یاري د خبرو پر مهال وویل، چین ته د افغانستان د لومړنۍ سوداګریزې محمولې لېږد د سیمه ییز اتصال د بنسټیز کولو په برخه کې د جمهوررئیس غني د خوبونو د تحقق یوه بېلګه ده.

نوموړي خارجي تجارت د اقتصادي ودې ترټولو مهم عنصر وباله او په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د سیمه ییز اتصال معاهدې او موافقتنامې، د لویو لارو جوړول، د بین المللي، منطقوي او سیمه ییزو هوايي ډګرونو له لارې د افغانستان اتصال، د ریل ګاډو د پټلیو او د هوايي او ځمکني ترانسپورټي دهلیزونو د ایجاد په برخو کې د ترانسپورټ وزارت لاسته راوړنې بیان کړې.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د افغانستان د صنعت او د سوداګرۍ خونې رئیس خانجان الکوزي د خصوصي سکتور د ودې په برخه کې د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د افغانستان د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

نوموړي دغه راز سوداګرو او صنعتکارانو ته د پاسپورټ، ویزې او خدماتو په برخه کې د لازیاتو اسانتیاو د ایجاد په خاطر خپل وړاندیزونه هم وکړل.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */