افغانستان

ګل آغا شیرزی: دملي امنیت سلاکار دوبۍ کې دبین الافغاني غونډې مخنیوی کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د قومونو او سرحدونو وزير ګل اغا شيرزي هرات کي يوې غونډي ته په وینا کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب تورن کړی چې د سولې د بين الافغاني خبرو مخنيوی یې کړی.

شیرزي زیاته کړې، د طالبانو او حکومت تر منځ دوبۍ کې پر سولې او اوربند ناسته کېدل، خو امنیت شورا خنډونه پکې جوړ کړل چې یاده غونډه لغوه شوه.

شیرزي دولت دسولې په مخالفت تورن کړی او هغه خلک یې غندلي چې دامریکایي ولسمشر پر وروستیو ټویټونو او دخبرو په لغوه کېدا یې خوښي څرګنده کړې.

بلي خوا بیا دطالبانو دريځ خورا غښتلی اوټینګ بریښي، دې ډلې په وار وار دولتي لوري سره دخارجیانو په موجودیت کې له خبرو انکار کړی، چې لاهم په خپل دریځ ثابت قدم پاته دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */