افغانستان

ټرمپ د سپټمبر د ۱۱مې د پېښو یادغونډه کې د طالبانو په اړه خبرې بیا تکرار کړې

(عزم – چهارشنبه، د وږي ۲۰مه، ۱۳۹۸): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن د سپټمبر د یوولسمې د پېښو په یادغونډه کې یو ځل بیا ویلي چې له طالبانو سره یې خبرې د امریکايي عسکر د وژل کېدو له امله بندې کړې او پر طالبانو به بریدونو ته دوام ورکړي.
ټرمپ نن چارشنبه په پنټاګان کې دایرې شوې یادغونډې ته په وینا کې وویل چې له طالبانو سره د څه باندې لسو میاشتو مذاکرات یې وروسته تر هغه ودرول چې په افغانستان کې یو امریکایی عسکر ووژل شو.
ښاغلي ټرمپ وویل، ”څو ورځې مخکې موږ د سولې خبرې درلودې. ما هغه وخت ودرولې کله چې خبر شوم دوی یو امریکایی سرتېری او ۱۱ نور بېګناه خلک وژلي دي. دوی فکر کاوه چې دا برید به د خپل ځواک ښوولو لپاره وکاروي، خو په حقیقت کې یې یوازې خپله مسلسله کمزوري وښوده“.
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا وویل، ”په تېرو څلورو ورځو کې موږ خپل دښمن د بل هر وخت په پرتله سخت ټکولی دی. او دا به دوام ولري“.
د امریکا ولسمشر همداراز وویل که طالبان بیا زموږ هېواد ته راشي، موږ به هر هغه ځای ته پسې ولاړ شو چیرې چې دوی دي او پر ضد به یې داسې قوت وکاروو چې ”امریکا تراوسه نه دی کارولی“. ده ونه ویل چې طالبان مخکې کله امریکا ته ورپسې ورغلي وو.
نوموړي د ګواښ پر مهال زیاته کړه، پر امریکا د برید په صورت کې پر طالبانو له استعمالېدونکې قوته یې ”اټومي ځواک“ مراد نه دی. ”دوی به هیڅکله داسې څه نه وي لیدلي“.
د یادونې وړ ده، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپټمبر په ۸مه، له طالبانو سره مذاکرات ودرول او لامل یې د طالبانو په برید کې د یوه امریکايي او ۱۱ نورو کسانو وژل کېدل یاد کړي وو. طالبانو یې په غبرګون کې ویلي و چې د مذاکراتو درېدو له امله به د بل هر چا په پرتله زیات زیان امریکا ته واوړي، خو دوی بیا هم مذاکراتو ته ژمن دي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */