کلتور او ادب

د کلک ایمان خاوند هیڅکله په امانت کې خیانت نه کوي (کیسه)

ژباړه: علي احمد راصد

په پخوا زمانو کې او په دمشق کې یو بازار ؤ چې د مدحت باشا یا په اوږده بازار به یادېده، دلته دود شوی و چې خلکو به حج ته د تلو پر وخت خپل مالونه له لومړي دکاندار سره د امانت په ډول ایښوول چې بیا به یې له حج نه د راستنېدو پر وخت بېرته تر لاسه کول او خپلو وطنونو ته به ستنېدل…

یوه ورځ یو مسافر له لیرې ځآیه دمشق ته ورغی، ددرې زره روپویو یوه د سره رنګ همیانۍ هم ورسره وه، یوه هټۍ لرونکي ته ودرېده له هغه څخه یې وغوښتل د ده همیانۍ له حج نه تر بېرته راستنېدو د امانت په ډول وساتي.

هټۍ لرونکي یې غوښتنه ومنله همیانۍ یې ترې واخیسته پیسې یې وشمېرلې د امانت ایښوونکي پېژندګلوی یې وکړه او سړی د حج په تکل روان شو… میاشتې وروسته سړی راوګرځېده هټۍ ته ودرېده د هټۍ څښتن شتون نه درلود له مزدورانو یې پوښتنه وکړه هغوی ورته وویل د هټۍ څښتن د کوم کارلپاره وتلی لږ ځنډ وروسته به راشي، شېبه وروسته د هټۍ څښتن راغی، سړي د خپل مال غوښتنه ترې وکړه…

د هټۍ څښتن ترې پوښتنه وکړه څو روپۍ دې له مونږ سره ایښودې وې؟
– درې زره

– نوم دې څه دی؟
– ولې ته مې نه پېژنې فلانی مې نوم دی!؟

– کومه ورځ دې له مونږ سره پیسې کېښودې؟
– په فلانۍ ورځ او له همدې سره سړی د پوښتنو په اورېدو په رپېدو شو.

– ستا د همیانۍ رنګ چې مونږ ته دې کېښوده څه ډول و؟
– سور رنکې همیانۍ وه.

د هټۍ څښتن سړی ته ډوډۍ را وغوښته ویې ویل ته ډوډۍ خوره زه ژر بېرته را ګرځم.
سړي ډېر انتظار وکړ، خو د هټۍ څښتن په داسې حال کې چې سره همیانۍ له درې زره روپیو سره بیا ځلي راغی او مسافر ته یې وسپارله پیسې یې حساب کړې او له هټیوال څخه یې مننه وکړه او روان شو.

پر لاره روان و چې سترګې یې په یوه نا اشنا شي ولګېدې ورلنډ شو چې ځان ډاډه کړي هټۍ ته ورننوت… ایله یې چې یقین راغی دا هم هغه دکان وو چې پیسې یې د امانت په ډول ورته ایښې وې…!!!

د هټۍ څښتن ته یې سلام وکړ، هټیوال یې تود هرکلی وکړ، په روغبړ کې یې ورته وویل الله دې حج قبول کړه ښه ده چې روغ رمټ را ورسېدې له مخې یې صندوق ته لاس کړ ویې ویل دادی امانت دې وه یې شمېره پوره درې زره روپۍ دي…!

سړی حیران شو او هټیوال ته یې کیسه وکړه چې په تېروتنې سره د ګاونډي دوکان ته ورغلی او هغه یې په خبرو باور کړی او پیسې یې ترې اخیستي.

دواړه د څنګ هټیوال ته ورغله لومړي هټیوال ورته وویل، ولې دې دغه سړي ته پیسې ورکړې په داسې حال کې چې هغه کوم امانت نه و درته سپارلي؟؟

ویې ویل: په هغه الله قسم چې له هغه پرته بل معبود نشته چې نه مې دا سړی پېژانده او نه مې په یاد دي چې ده به له ماسره پیسې ایښودې وي، خو کله مې چې ولیده هغه له ماسره د امانت په ایښودو ډاډه دی، او دا چې د بل هیواد څخه راغلی، له ځانه سره مې فکر وکړ چې که امانت یې ورنه کړم له دې ځایه به خواشینی ولاړ شي او هلته به بیا په خپل وطن کې خلکو ته وايي چې په دمشق کې یې لوټ کړم چې په دې ډول به د ټول شام خلکو ته بد نوم پاتې شي خو پیسې به یوه کس ترې لوټلې وي.

بیا کله مې چې د الله دا کلام را په زړه شو هلته چې فرمایي: ( فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِى اؤْتُمِنَ أَمٰنَتَهُۥ وَلْيَتَّقِ اللَّه ربه.

كه ستاسي څخه څوك پر بل باندې باور وكړي، يا له هغه سره څه معامله وكړي، نو پر چا چې باور شويدى هغه دې امانت اداء كړي او له خپل رب الله څخه دي ووېريږي

ځکه خو ولاړم خپل یو مال مې په زر روپۍ وپلوره پنځه سوه مې له بل چا څخه په پور واخیستې او یو زر او پنځه سوه مې پخپله لرلې
چې پوره درې زره روپۍ شوې او ده ته مې وسپارلې.

تاسو ولیدل چې ایمان څه ډول په مادي ارزښتونو بری وموند، هغه مادیات چې د ژوند په هره برخه خپل راج چلوی!

په دې ډول مونږ هر یوه ته په کار دي خپلو دیني ارزښتونو ته په هره چاره کې لومړیتوب ورکړو او د خپل دین لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو والی ولرو، همدا زمونږ اسلامی حنیف دین دی.
‍ٔ
# نو راځئ چې له خپله ځانه یې پیل کړو

%d bloggers like this:
/* ]]> */