افغانستان

طالبان: که مو یوه امریکایي اډه په هیواد کې منلې وای، بشپړ نظام راسپارل کیده

 
عزم(پنج شنبه، ۲۱ وږی ،۱۳۹۸)طالبان وایی، امریکایي لوري په ځلونو ورته د بشپړ افغان حکومت د ورسپارلو وړاندېز په دې شرط کړی چې په افغانستان کې یوه کوچنۍ امریکایي پوځي اډه ومني، خو په وینا یې چې هر ځل یې رد کړی دی.
طالبانو دا څرګندونې د «ورځې خبره» ترعنوان لاندې خپله رسمي سرمقاله کې کړې او زیاته کړې یې ده چې « اسلامي امارت ته په هیواد کې دیرغلګرو د یوې وړې اډې دمنلو  په بدل کې د حکومت د بشپړ سپارلو او په نړیواله کچه د سیاسي او اقتصادي ملاتړ وړاندیزونه شوي،خو داسلامي امارت پر دین او وطن مین مشرتابه داډول وړاندیزونه فورا رد کړي او له  ګران هیواده یې دیرغلګرو ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار کړی دی»
طالبان وایي، امریکایانو لا هم د دوی موقف او دریځ نه دی مالوم کړی او فکر کوي چې د کابل حکومت د واکمنانو په څیر به د څوکۍ او واک لپاره مبارزې ته د پای ټکی کیږدي. « داسلامي امارت مشرتابه  دخپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لار کې د دښمن  زور او زر صرف نظر ګرځولي او پر خپل دیني او ملي موقف ثابت پاته شوی دی»
طالبانو ویلي چې مبارزه یې دهیڅ یو حکومت، تنظیم او سازمان داحسان پوره وړې نه ده او په وینا یې چې ، تر هغو به دې مبارزې ته دوام ورکوي چې د مظلوم او مجاهد ملت سپېڅلي ارمانونه پوره او داشغال کمبله په یومخیزه توګه له هیواده ټولیږي

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */