خبرپاڼې خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱٬۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظور کړل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې ملي تدارکاتو کمېسیون په ارګ کې د ۱،۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظور کړل.

منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:

  • د مخکې جوړو ودانېزو توکو د نوې فابریکې لپاره د ۱۶ قلمه اومه موادو تدارک؛
  • د پروژې د تمویلونکي ( اسیايي پرمختیايي بانک) د نظر غوښتنې  په شرط د کابل ـ جلال اباد ۵۳کلیومتره دوراني سړک د ساتنې او مراقبت قرارداد؛
  • د بېلابېلو ۱۲ قلمه کرنېزو افت‎ وژونکو پېرل؛
  • د عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ  ۱۱ قلمه خوراکي توکو تدارک؛
  • د برېښنایي تذکرې سیستم د قرارداد د بیې تعدیل؛
  • د امریکا متحدو ایالتونو د اوهایو پوهنتون او د فوایدعامې وزارت د ملي ساختماني لابراتوار د تجهیزاتو د قرارداد د بیې تعدیل؛
  • او د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي او سون توکو ۶ قراردادونه؛

د مخکې جوړو ودانېزو توکو فابریکې د اومه موادو د قرارداد د ارزولو پر مهال د ښار او کور جوړولو وزارت له ۱۰۰۰ قطعو نه ۳۰۰۰ قطعو ته د مخکې جوړو ودانېزو توکو د نوې فابریکې تولیدي ظرفیت لوړولو خبر ورکړ او دغه راز یې څرګنده کړه چې دا موضوع  د مرکز او ولایتونو په کچه د ښوونځيو د ودانیو د جوړولو لپاره ښه زېری دی.

بل پلو د معیاري انجینرۍ د مسلکي ظرفیت د انکشاف په خاطر د امریکا متحدو ایالتونو د اوهایو پوهنتون او د فوایدعامې وزارت د همکارۍ په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون فواید عامې وزارت ته لارښونه وکړه چې د اوږدمهالې همکارۍ تفاهم‎لیک تسوید او د ملي تدارکاتو کمېسیون ته دې وړاندې کړي.

د یادولو ده، د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي توکو د قراردادونو د ارزولو او منظورۍ په خاطر د هېواد جمهوررئیس په ټینګار سره کورنیو چارو  وزارت ته لارښونه وکړه چې د پولیسو قواو د اعاشوي توکو د اکمال د موضوع  څارنه او څېړنه وکړي.

دغه راز ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه وکړه، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ دې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د ملي تدارکاتو ادارې سره په ګډه د پولیسو او قول اردوګانو د قطعاتو او د ملي اردو له جزوتامونو او غذایي موادو د اکمالاتو له وضعیته د څارنې  په خاطر مختلط پلاوي د ګډې همکارۍ تفاهمنامه لاسلیک کړي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د بنایي تصدۍ له لارې په ننګرهار ولایت کې د ۶۰۰ بستریزه روغتون د جوړولو په خاطر د عامې روغتیا وزارت وړاندېز منظور او ټینګار یې وکړ، په دې برخه کې دې ښار او کور جوړولو وزارت ژرتر ژره لاس په کار شي او له ځنډ پرته دې د ننګرهار ولسونه د پروژې په کار کې تر دې زیات زیانمن نشي.  

په دې غونډه کې د کمېسیون د غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو له هغې ډلې له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان شفافیت څار بنسټ او د مالي او بودجې کمېسیونونو ملي څارونکو هم حضور درلود.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: