افغانستان

د کابل ښار په ریشخورو کې د کمانډو ځواکونو په قرارګاه موتربم برید شوی دی

 
عزم(پنجشنبه، ۲۱ وږی ۱۳۹۸): نن غرمه مهال شاوخوا یوه بجه د پلازمینې کابل په اومه امنیتي حوزه کې د ریشخورو سیمه کې د کمانډو ځواکونو د نظام قراول مخته چاودنه شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د چاودنې تایید کوي او وایي چې جزئیات به یې وروسته خپاره شي.
بي بي سي ته د دغه نظام قراول یو ډاکټر ویلي چې چاودنه زوروره وه ښایي مرګ ژوبله یې زیاته وي.
طالبانو د برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې تر ۲۰۰ بورې کمانډویانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دغه برید یې د ملا احمد وردګ په نوم یو ملګري ترسره کړی دی چې له ډیر وخت راهیسې په دغه قرارګاه کې عسکر وو او په موتر بم کې همدا مهال ورسره ګڼ کمانډویان هم سپاره وو چې د قرارګاه په منځ کې یې برید کړی دی.
نوموړی وایي برید په هغو عسکرو ترسره شوی چې د یو لړ عملیاتو لپاره راټول شوي وو او د موټرو د ورتګ انتظار یې کولو.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */