افغانستان

کوګلمن: امریکایان بیا هم دطالبانو په ویشلو بریالي نه شول؛ خوطالبانو دا کار وکړ

عزم(پنج شنبه، ۲۱ وږی ،۱۳۹۸)وتلی امریکایي سیاسي شنونکی او د مرکزي آسیا لپاره د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د بنسټ مشر مایکل کوګلمن اسوشیتیدپرس ته ویلي، امریکا طالبانو ته لومه ایښې وه، چې په مذاکراتي بهیر کې به خپلمنځي جنجال او اختلاف ور اچوي؛ خو په وینا یې چې د حیرانتیا خبره دا ده چي دا مذاکرات د طالبانو د پوره مشرتابه حمایت لاره او لوړ رتبه طالب چارواکو نه یوازي دا خبري تائیدولې، بلکي هغوی يې مشري هم کوله.
کوګلمن وایی، امریکا په خپل ایښودل شوي دام کې خپله ونښته او په سپینه ماڼۍ کې دچارواکو اختلاف، په کوردننه مخالفتونه او د کابل له متحد حکومت سره ژورو اختلافاتو او بې اعتباریو ته یې لار پرانیسته چې امریکا ته یې د لاسته راوړنو پر ځای زیانونه زیات کړل.
مایکل کوګلمېن وايي،«طالبان اوسمهال په ښه موقف کي دي. هغوی به په راتلونکي کي هم د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه د یوې ښې موافقې طرفداره وي. خو د امریکا پرخلاف، هغوی جګړې او سولې ته تلوار او بیړه نه لري.
د یادونې وړ ده چې امریکا او کابل حکومت په ځلونو او مختلفو طریقو او پالیسیو د طالبانو د ویشلو او دهغوی د خپلمنځي اختلاف د پارولو هڅه کړې چې لا هم نه دي بریالي شوي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */