افغانستان

سرور دانش: له ټرمپ غواړو چې طالبان تر جدي فشار لاندې ونیسي

عزم(پنج شنبه، ۲۱ وږی ،۱۳۹۸)د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش ویلي، د ټرمپ لخوا د مذاکراتي پروسې درولو هرکلی کوي، خو په وینا یې چې اوس یې له امریکایي لوري مهمه غوښتنه داده چې پر طالبانو خپل پوځي فشارونه نور هم زیات کړي.
دانش ویلي، پر طالبانو د بریدونو زیاتوالي ته له دې امله اړتیا ده چې د ده په ټکو،  هغوی بشر دوستانه بین المللي قوانینو ته ژمنتیا نه لري او د دیموکراتیکو ارزښتونو ضد دریځ لري.
د ولسمشر مرستیال وویل، طالبان غواړی د زور له لارې «اسلامي امارت» بیا احیا او خپل هغه قوانین چې ظاهراً «توندلاري» دي، پر خلکو ومني.
نوموړي دغه راز له سیاسیونو هم وغوښتل چې د انتخاباتو سره د مخالفت پرځای دې، له جمهوریت او دیموکراتیکو ارزښتونو دفاع وکړي او دطالبانو پر وړاندې دې له حکومت سره په ګډ سنګر کې یوځای شي.
دانش داسې مهال داڅرګندونې کوي چې تازه امریکایي ولسمشر پر طالبانو د پوځي فشار د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
 

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */