افغانستان

جنراله ماري ایډر: دافغان جګړې د پایته رسولو یواځنۍ لار سیاسي ډیپلوماسي ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

متقاعده جنراله ماري ایډر دافغان جګړې په اړه یو مفصل مطلب کې لیکلي، کله چي جمهور رئس ټرمپ د طالبانو سره د سوليې خبرې کېنسل کړې، د هغه دا فیصلې په واشنګټن، کابل، او دوحه کي زلزله ایجاده کړه. د ټرمپ تصمیم د سولې د مذاکراتو لس میاشتنۍ پروسه د پوره سقوط سره مخامخ کړه.

متقاعده جنراله ماري ايډر زیاتوي، د دې تیرو څو ورځو انکشافاتو د افغان جنګ مځکني واقعیتونه نه دي بدل کړي، او اوس هم د دې جنګ د ختمولو یواځنۍ چاره دپلوماسي ده نه نظامي لارې چارې.

ماري ایډر کاږي کله چي خلیلزاد بېرته قطر ته ولاړ سي، هغه باید طالبانو ته په ډاګه ووايي چي هغوی مجبوره دي چي تشدد راکم کړي، او د افغان حکومت سره خبرو ته چمتو سي.

ماري ایډر دخپل مطلب پر دوام زیاتوي، افغان حکومت کاملا پر امریکا باندي وابسته دی. که چیرې امریکا له افغانستانه د سولې له موافقې څخه مخکي له مخکي راووځي، په افغانستان کي‌ به تشدد لا زیات سي.

خو د امریکا د اردو وظیفه دا نده چي د تل لپاره هلته پاته سي، او مدام افغان حکومت له ستونزو څخه وژغوري. نو لهذا، باید هڅه وسي چي‌ بین الافغاني مذاکرات پیل، او امریکایي سرتیری له افغانستانه راووځي.

جنراله ماري ایډر کاږي یوازې افغانان کولای سي چي خپل ۴۰ کلن جنګ ختم کړي. افغان سیاستوال باید د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي منافعو ته ترجیح ورکړي او طالبانو سره په یوشمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */