افغانستان

روبین ګالیګو: ټرمپ دې ژر تر ژره امریکایي سرتیري له افغانستانه راوباسي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د اریزونا ایالت ډیموکراټ استازی، روبین ګالیګو، د ټرمپ له ادارې څخه غوښتنه کړې چي ژر تر ژره له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي.

ګالیګو وايي، افغانستان کي د امریکا نظامي حضور زموږ د ملي ګټو سره په ټکر کې دی، دده په خبره «دا جنګ زموږ خزانه راتشوي، او زموږ پوځ راکمزوری کوي.»

ښاغلی ګالیګو دخپلو خبرو پر دوام وايي،«په دې جنګ کې یواځینی برنده روسیه او چین دی،‌ ځکه موږ په افغانستان کي بند پاتې یو.»

هغه وايي زه غواړم چي زموږ عسکر له افغانستانه راووځي. ښاغلی ګالیګو په عراق کي جنګېدلی دی، او د امریکا د مرین عسکرو متقاعد افسر دی.

نوموړي داخبرې وروسته له هغه کړي چې دامریکایي ولسمشر له لوري دافغان سولې لس میاشتنۍ پروسه لغوه اعلان کړل سوه، چې دامریکا په داخل او خارج کې یې غبرګونونه را وپارول.

%d bloggers like this:
/* ]]> */