افغانستان

امریکا د افغانستان په جګړه کې تر دې دمه ۹۷۰ میلیارده ډالر مصرف کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د یوه پوهنتون تازه څېړنه ښيي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې تر دې دمه ۹۷۵ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

د دغه څېړنې پر اساس امریکا په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې نسبتا کم مصرف کړی خو وروسته د جګړې د شدت سره هر کال دغه مصارف زیات شوي دي او تر ټولو زیات يې په ۲۰۱۱ز کال شوي دي.

په ۲۰۱۱ز کال کې امریکا د افغانستان په جګړه کې ۱۰۷ میلیارده ډالر مصرف کړی دی چې د ځواکونو د وتلو سره دغه مصارف بېرته په تدریجي ډول سره ښکته شول.

په ۲۰۱۸ز کال کې بیا امریکا ۵۲ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

دا په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه ادعا کوي چې دوی په عملیاتو کې خپله مستقیم اشتراک نه کوي بلکې د افغان ځواکونو مرسته کوي.

ریپورت زیاته کړې چې امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې تر نورو هر کلونو په پرتله پر افغانانو ډیر بمبار کړی دی.

د امریکا د مرکزي کمانډ معلومات ښيي چې امریکايي جنګي الوتکو په ۲۰۱۸ز کال کې ۷۳۰۰ بمونو پر افغانستان غورځولي چې په ۲۰۱۷ز کال کې دغه شمېر ۴۳۶۱ و او په ۲۰۱۵ز کال ۹۴۷ و.

%d bloggers like this:
/* ]]> */