افغانستان

روسیه: له امریکا سره بیا ځلې مذاکراتو د طالبانو تیاری ستایو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د روسیې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته  له یاد هیواد سره بیا ځلې مذاکراتو ته د طالبانو تیاری ستایلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخورووا» نن د یوې ناستې په مهال وویل « روسیه مذاکراتو ته د طالبانو تیاری ستایي، د مذاکراتو په تړاو د هغوی له لوري د خپرې شوې اعلامیې ملاتړ کوي او باور لري چې د افغانستان کړکېچ یوازې له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کېدای شي».

ماریا زیاته کړه « موږ له داوړو لورو غواړو، چې یوه توافق ته د رسېدلو په موخه مذاکرات بیا ځلې پیل کړي او په دې هدف چې افغانستان له یوې پایدارې سولې برخمن شي، د بهرنیو عسکرو بشپړ وتل باید د یادو مذاکراتو یو شرط وي».

روسیه وروسته له هغه د مذاکراتو د بیا پیل په برخه کې د طالبانو د دریځ ننګه کوي، چې طالبانو د یوې اعلامیې له لارې د مذاکراتو د لغوه کولو په برخه کې د ټرمپ پرېکړه غیر منطقي وبلله او یاده يې کړه، چې په دې برخه کې به تر ټولو زیات زیان بیا هم امریکا ته رسېږي.

یاده دي وي، چې روسیه، چین او المان هغه هیوادونه دي چې په رسمي ډول یې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د بیا ځلې پیل غوښتنه کړې.

 

%d bloggers like this:
/* ]]> */