افغانستان

طالبان: د جګړې د پیل په څیر، د دوام پړه یې هم د امریکایي چارواکو په غاړه ده

عزم(پنج شنبه، ۲۱ وږی ،۱۳۹۸)طالبانو د «اونۍ تبصرهٌ» تر عنوان لاندې  خپله رسمي سرمقاله کې د هیواد د روان خونړي وضعیت په هکله خپل دریځ خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی پخوا هم روغې جوړې ته چمتو وو او اوس هم تیار دي خو په وینا یې چې امریکایی لوري د روغې جوړې پیل شوې لړۍ په یو اړخیز ډول لمنځه یووړه.
طالبان وایي، د جګړې د پای  په موخه یې د پیل شویو مذاکراتو د بریا لپاره خپل ټول طاقت صرف کړ او تر پایه یې په خورا جدیت او رښتیني اراده سره دغه پروسه وپالل_ه؛ د نهو میاشتو په جریان کې د نهه پړاوه مذاکراتو وروسته کله چې د توافقنامې متن نهایي شو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې دغه توافق ورته د منلو وړ نه دی او د مذاکراتو پروسه یې ودروله چې په وینا یې «لکه څنګه چې د جګړې د پیل کولو او پوځي یرغل ملامتي امریکایي جهت ته راجع ده، همداسې د جګړې او خونریزۍ د دوام پړه هم د امریکایي لوري خصوصا د ډونالډ ټرمپ پر غاړه ده.»
طالبانو پر هغو رسنیو او سازمانونو چې له جګړې څخه د یوې عاطفي موضوع په حیث استفاده کوي، د بشر پالنې شعار بدرګه کوي او همیشه د جګړې د دوام او ملکي تلفاتو مسؤلیت دوی ته راجع کوي؛ غږ کړی دی چې ،« له دې وروسته باید د ټولو جګړییزو بدمرغیو او زیانونو مسؤل د امریکا ولسمشر وګڼي. ځکه ټول اولس او نړیوالو ولیدل چې نوموړي په څومره بې پروایۍ د افغان او امریکایي اولسونو په زړونو کې د جګړې د اختتام هیلې ورژولې او د امریکا دتاریخ په تر ټولو اوږده جګړه یې د دوام مهر وواهه»

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */