افغانستان

دمذاکراتي پروسې له لغوه کېدا وروسته زلمي خلیلزاد له خپلې دندې د استعفا وړاندیز کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د کابل نيوز په شمول یوشمېر رسنیو خبر ورکړی چې د ټرمپ له خوا طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کيدو وروسته ،زلمي خليلزاد له خپلې دندې د استعفا وړاندیز کړی دی.

خبر زیاتوي، دخلیلزاد وړاندیز د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له خوا نه ده منل شوی او له نوموړي يې غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نږدې څلور ورځې وړاندې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر ولیکل چې دمذاکراتو پروسه یې دکابل برید په غبرګون کې لغوه کړه او تردې وروسته به خپلو نظامي فشارو ته دوام ورکړي.

دا اقدام که څه هم حیرانونکی و؛ خوطالبانو له امریکایي مذاکراتي تیم څخه د رسمي ځواب غوښتنه وکړه، امریکایي ټیم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه و ښودلی، دا لومړی ځل دی چې خلیلزاد خپل عکس العمل ښکاروي او داستعفا وړاندیز کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */