افغانستان

روسیه: مذاکراتو ته د طالبانو تیاری ستایو؛ باید ژر تر ژره دا لړۍ بیرته پیل شي

عزم(پنج شنبه، ۲۱ وږی ،۱۳۹۸)د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر توقف وروسته دې بهیر ته د طالبانو بیاځلي چمتوالی ستایلی او د دواړو لوریو ترمنځ  دمذاکراتو د بیا پیل غوښتنه یې کړې ده.
د دغه هیواد دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، «مونږ د طالبانو اعلامیه ولیدله هغوی له امریکایانو سره د مذاکراتو بیا پیل ته چمتوالی ښوودلی و، چې دا یوښه اقدام دی.»
زخاروا پر دواړو لوریو غږ کړی چې هرڅومره ژر دې د شوې موافقتنامې د لاسلیک لپاره  سره کیني او په وینا یې چې «روسیه د افغان سولې په دیپلوماتیک حل ټینګار کوي او په افغانستان کې  د بشپړې سولې د تأمین لپاره د دغه هیواد له خاورې څخه د ټولو بهرنیو پوځونو د وتلو شرط مهم او اړین بولي»
ماریا زخاروا، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه هیواد په ګډون د آلمان او چین دائمي استازو د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه او د دې لړۍ پریکون یې د ټولو لوریو په زیان وباله

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */