خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني د کابل ښار د ترانسپورټ ستونزې پر حل ټینګار وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام  د کابل ښار ټکسي چلوونکو او هټۍ‏والو سره د ماښام لمونځ ادا‌‌‌ء او روژه ماتې وکړ.

د روژه ماتې په دې مېلمستیا کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه محمدپېروز د ټکسي چلوونکو او مرتضی محبي د هټۍ‏والو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې  کسبګرو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه.

هغوی د ترانسپورټي کمپنیو د ایجاد، د معیاري تم ځایونو او پارکینګونو د نشتوالي، د ټکسي پر ځای د شخصي موټرو د فعالیت، له دست فروشانو څخه د ښاري واټونو د پاکولو او د خځلو ستونزې د حل په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندېزونه مطرح کړل.

د هېواد جمهوررئیس هغوی ته د هرکلي ترڅنګ وویل، تاسې هر یو واجب الاحترام یاست، ځکه حلاله نفقه ګټئ او خلکو ته خدمت کوئ. هغه زیاته کړه د ترانسپورټ قانون تغییر کړی او د ترانسپورټي کمپنیو ایجاد ته زمینه برابره شوی ده.

جمهوررئیس د کابل ښاروالۍ ادارې او ترانسپورټ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د دې سکتور له استازو سره په غونډه کې دې ښاري ترانسپورټي ستونزې واوري او د هغو د حل په خاطر دې مشخصه طرحه وړاندې کړي. هغه وویل، د دشت برچي سیمې د واټونو ستونزه به حل شي، د پایتخت زون خپلواکه اداره او کابل ښاروالي به په دې برخه کې اقدام وکړي.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ  چې د کابل ښار د ترانسپورټ، د واټونو د ګڼې ګوڼې او هټیو د نشتوالي ستونزې دې  رفع شي  او لارښوونه یې وکړه چې له اړوندو استازو سره دې د ستونزو حل لارې ولټوي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: