خبرپاڼې خبرونه

د وسله‎ وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه: د دیني علماو د لیدلورو او نظریاتو د عملي کېدو په خاطر به تطبیقي پلان جوړ شي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه نن مازديګر په ارګ کې جوړه شوه.

غونډې لومړی په افغانستان کې د جګړې او ځانمرګو بریدونو د ناروا بللو په اړه د هېواد د دیني علماو د فتوا هرکلی وکړ او په ټینګار یې وویل چې د دیني علماو د لیدلورو او نظریاتو د عملي کېدو په خاطر به تطبیقي پلان جوړ شي. دغه راز د غونډې ګډونوالو وویل د دیني علماو پر غونډې برید په دیني او اسلامي ارزښتونو برید او یو ستر جنایت دی.  

وروسته امنیتي او دفاعي مسوولینو  د فاریاب، کندز، بدخشان، غزني، ارزګان او فراه ولایتونو د امنیتي وضعیت او عملیاتي پلانونو په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ. غونډې د دښمن د شومو پلانونو د دفعه کولو او شنډولو په خاطر د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: