خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني: د کانونو په ځانګړي ډول د کرومایتو د قاچاق موضوع دې د ملي امنیت شورا غونډه کې وڅېړل شي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کرومایتو د صنعت، د ډبرو سکرو سکتور د ستراتېژۍ د اصلاح او په افغانستان کې د سیمنټو د توليدي کارخانو د جوړولو په اړه د بحث په خاطر د اقتصاد عالي شورا ځانګړې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.   

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د یادو مواردو په اړه خپل معلومات له مشخصو وړاندیزونو سره په جلا ډول غونډې ته وړاندې کړل.

هغوی د کرومایتو د کانونو په اړه وویل، د افغانستان د کرومایتو کانونه یو میلیون ټنه اټکل شوي چې زیات یې په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې دي چې په ځینو سیمو کې یې غېرمسوول کسان یا وسله‎وال مخالفین له کېندنو وروسته په قاچاقي ډول بهر ته وړي، خو د افغانستان حکومت د هغو  د استخراج او انکشاف په خاطر یواځې اووه قراردادونه کړي دي.

همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولينو په هغو ولایتونو کې چې د کرومایتو کانونود سروې او انکشاف په اړه سروې نه ده شوې، په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د کرومایتو په برخه کې د پانګونې لپاره د دوو سترو پروژو د پیلولو، د موجوده قراردادونو د ارزولو او د هغو د قاچاق د مخنيوي په اړه خپل وړانديزونه غونډې ته وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د کرومایتو د قاچاق د مخنيوي غوره اقدام  په داخل کې د هغود خریدارۍ د مرکزونو جوړول دي.

 

هغه د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ته لارښونه وکړه چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ دې په دې اړه په هېواد کې د اوسپنې ويلي کولو له فابریکو سره خبرې وکړي، ترڅو په هېوادکې  دننه د کرومایتو د پروسس لپاره زمینه برابره شي.

همدارنګه جمهوررئیس وویل د کانونو په ځانګړي ډول د کرومایتو د قاچاق د مخنیوي په خاطر دې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د استازو په حضور کې د ملي  امنیت شورا یوه غونډه جوړه شي. هغه زیاته کړه د امنیه قومندانانو په دستورالعمل کې دې د قاچاق مخنیوی هم زیات شي.

جمهوررئیس غني د کانونو او پټرولیم وزارت له مسوولینو وغوښتل، د کانونو د استخراج په خاطر دې د جیولوژي سروې او برېښنا ته د هغوی د اړتیا په اړه خپل واضح وړاندېزونه د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.

وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د ډبرو سکرو سکتور د ستراتېژۍ د اصلاح په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان د ډبرو سکاره یو میلیارد متریک ټنه اټکل شوي او په دې برخه کې د خصوصي سکتور سره ۱۸ قراردادیان شوي چې له هغې ډلې یې ۱۲ قراردادونه په عادي ډول فعالیت کوي.

هغوی د ډبرو سکرو سکتور د مقرراتو د تنظیم او د پانګونې په خاطر د پانګوالو د هڅولو لپاره په لنډه موده کې د زېرمو د تثبیبت لپاره خپل وړاندېزونه غونډې ته وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني د یادو وړاندېزونود هرکلي ترڅنګ وویل، د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس د پوهې د تولید په برخه کې دې لا زیات کار وشي او په قانون کې دې رویالیټي پیشبیني شي.

د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په هېواد کې د سیمنټو د توليدي کارخانو د جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل.

جمهوررئیس د غونډې د ګډونوالو له هراړخیزو بحثونو وروسته په ټینګار وویل، د سیمنټو له واردوونکي هېواد څخه د سیمنټو پر تولیدونکي او صاردونکي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره باید واضح لار نقشه جوړه او د یادې نقشې د جوړولو په خاطر خپلې اړتیاوې مطرح کړئ.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: