خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن شپه د ارګ په جامع جومات کې د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ.

د قران عظیم الشان د ختم مراسم چې د روژې مبارکې میاشتې له لومړیو څخه د تراویح لمانځه په ترڅ کې د هېواد د جمهوررئیس محمداشرف غني او یو شمېر دولتي مقاماتو په ګډون  پیل شوي وو، نن شپه د افغانستان خلکو او مسلمان امت ته د خیر او کامیابۍ په دعا سره پایته ورسېد.

جمهوررئیس غني او ټولو ګډونوالو د قران عظیم الشان له ختم وروسته لوی خدای ته د دعا لاسونه پورته او د افغانستان د شهیدانو په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د وروستیو تروریستي پېښو شهیدانو  ته یې دعا وکړه.

دغه راز دوی په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او د افغانستان د خلکو د نېکبختۍ او سوکالۍ لپاره د لوی خدای دربار ته د دعا لاسونه لپه کړل.

 د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې د هېواد پر جمهوررئیس سربېره، قاضي‏القضات او دسترې محکمې رئیس، د اجرائیه ر یاست لومړي مرستیال، د علماو دسرتاسري شورا رئیس، د کابینې  یو شمېر غړو او سلاکارانو ، د ملي شورا، د علماو دسرتاسري شورا او د سولې عالي شورا ځینې غړو او په کابل کې استوګن د اسلامي هېوادونو یو شمېر سفیرانو هم ګډون کړی وو.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: