خبرپاڼې خبرونه

د افغانستان او تاجکستان جمهور رئیسانو د سیمې په اتصال کې د دواړو نقش مهم وباله

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازیګر د چین په چینګداو ښار کې د تاجکستان له جمهور رئیس امام علي رحمان سره وکتل.

په پیل کې د تاجکستان جمهور رئیس د خپل هېواد په استازیتوب د افغانستان دولت او خلکو ته نیکې هیلې او تمنیات وړاندې کړل او د تروریزم پر ضد یې په ګډې سیمه ییزه همکارۍ ټینګار وکړ. د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا، پراختیا او په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو په سر بحث او خبرې وکړې.

د تاجکستان جمهوررئیس د افغانستان د دولت په رهبرۍ د سولې پروسې او وسله‌والو طالبانو سره د یو طرفه اوربند ملاتړ وکړ او دا یې د سولې او د سیمې د ثبات لپاره مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې باثباته افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

جمهور رئیس غني د سیمې اقتصادي او ترانزیتي همکاریو کې د تاجکستان رول مهم وباله وې ویل، تاجکستان د برېښنا د صادرونکي او افغانستان د برېښنا د ترانزیټ په مرسته سیمه‌ییز اتصال او سیمه‌ییز اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: