خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس د چهلستون ماڼۍ د بیارغاونې کاري پرمختګ وکوت

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د چهلستون ماڼۍ د بیارغاونې له کاري پرمختګ څخه کتنه وکړه.

د یادې پروژې د کتنې پر مهال د ښارجوړولو او مالیې وزیرانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د چارو ادارې لوی رئیس او د کابل ښاروالۍ سرپرست هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس ملتیا کوله.

اړوندو مسوولینو جمهوررئیس غني ته د چهلستون ماڼۍ له بېلابېلو برخو څخه د کتنې پر مهال د بېلابېلو ساختمانونو، زرغونې فضا، ورزشي مجتمع، د تیاتر او فرهنګي نندارتون د صالون، رستورانت، د کوچنیانو د لوبو د پارک او د کورنیو لپاره د تفریحي ځایونو په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس د چهلستون ماڼۍ د بیارغاونې بهیر د چټکتیا  او په نږدې راتلونکي کې د هغې د ګټې اخیستنې په خاطر  لازمې لارښوونې وکړې.

چهلستون ماڼۍ چې له دوه پېړیو زیات قدامت لري، د بیارغاونې کار یې دوه کاله وړاندې اغاخان  بنسټ د جرمني په مالي لګښت پیل او دغه ماڼۍ د لرغوني اصالت په خوندیتوب سره بیاورغاول شوه چې ځینې نوې ودانۍ هم پکې جوړې شوي دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: