خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني د ایران له جمهوررئیس سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازیګر د چین په چینګداو ښار کې د ایران له جمهوررئیس حسن روحاني سره وکتل.

دواړو غاړو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا وغوښته او د نړیوال تروریزم او د نشه‌يي توکو د قاچاق سره یې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ او دا دواړه یې د ټولې سیمې، په ځانګړي ډول ایران او افغانستان ته ستر ګواښ وباله.

دواړو جمهور رئیسانو د افغانستان او ایران تر منځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مثبتې وارزولې او په اقتصادي برخه کې یې د لازیاتو همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

د ایران جمهوررئیس وویل، د افغانستان د سولې په اړه د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د جنګ او وینې تویدو مخه په کې نیول کېږي.

په دغه کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ په پنځه ګونو کمېټو هم بحث وشو. دواړو غاړو د دغو کمېټو د فعالیتونو چټکتیا وغوښته.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: