د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني د پي پي اِس د رئیس د معرفي په غونډه کې: ستاسې په صادقانه کار بشپړ باور لرم

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازیګرد جمهوري ریاست د ساتنې د عمومي ریاست د نوي رئیس برید جنرال ریاض ارین د معرفۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغه مراسمو کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه او د جمهوري ریاست د ساتنې ریاست، د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې ریاست او د بي کنډک لوړ پوړو منسوبینو حضور درلود، د برید جنرال ریاض ارین د تقرر په هکله د جمهوررئیس حکم د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ولوست.

په حکم کې راغلي و، چې د ملي امنیت شورا د دفتر په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم په اساس د جمهوري ریاست د ساتنې ریاست د رئیس په توګه د برید جنرال ریاض ارین تقرر منظور دی.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د جمهوري ریاست د ساتنې د عمومي ریاست منسوبینو ته په خطاب کې وویل: تاسې له ځنډ پرته کار کوئ ستاسو له تعهد، زړورتیا او کاري موثریت څخه مننه کوم، زه پر تاسو بشپړ باور لرم. هغه د پي پي اِس د مخکېني رئیس ستر جنرال اختر محمد ابراهیمي د هڅو قدرداني وکړه.

د هېواد جمهوررئیس د کورنیو چارو له وزیر څخه په دغه وزارت کې د اصلاحي طرحو له امله او د امنیت په ټینګښت کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې ریاست او بي کندک د منسوبینو د هڅو قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، زموږ له ژمنې سره سم به ضوابط پر روابطو حاکم شي چې دا کار هره ورځ تحقق مومي او چې له کبله به یې زموږ د امنیتي او دفاعي سکتور بنسټونه غښتلي شي.

په دغو مراسمو کې ارشد امنیتي معین ستر جنرال اختر محمد ابراهیمي له جمهوررئیس څخه وسله والو ځواکونو ته د رسیدګۍ په خاطر مننه وکړه، هغه وویل: زه ډاډ درکوم چې هر امنیتي منسوب د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع او د افغانستان دښمنانو سره د مقابلې لپاره قربانۍ ته تیار دی، موږ ټول به د امنیت په ټینګښت او اصلاحاتو د راوستو په خاطر هڅې کوو.

همدارنګه د جمهوري ریاست د ساتنې د عمومي ریاست نوي رئیس برید جنرال ریاض ارین وویل: زه د هېواد د جمهوررئیس له باور څخه مننه کوم چې ماته یې د خدمت کولو فرصت راکړ.

هغه ډاډ ورکړ چې اړوند څانګو سره په همغږۍ او له پخوانیو تجربو څخه په استفادې به راکړل شوې دندې په تعهد، عزم، اخلاص، ایماندارۍ او صداقت ترسره کړي او په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

جمهوررئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې د اوربند د مدیریت په اړه د هېواد د ۳۴ ولایتونو امنیتي او سیمه ییزو مسئولینو سره خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د ...