له طالبانو سره د اوربند فلسفه څه ده؟

احمد رشيد- الجزيره / ژباړن: نورالحق حيدر

په افغانستان کې وضعيت ورځ تر بلې بحراني کېږي، اشرف غني مجبور دی چې له طالبانو سره جوړ جاړی وکړي.

طالبانو د اختر په شپو ورځو کې له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی دی. په تېرو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دوی اوربند کوي. طالبانو خپلو سرتېرو ته ويلي چې د اختر په درېيو شپو کې دې جګړه نه کوي؛ خو په شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکايي ځواکونو پر وړاندې به يې جګړه روانه وي.

افغان ولسمشر تېره پنجشنبه، د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې، د اتو ورځو لپاره د یوه اړخیز اوربند اعلان کړی و. طالبانو دوې ورځې وروسته په يوه اعلاميه کې د اوربند اعلان وکړ.

په تېره څه باندې يوه نيمه لسيزه کې افغان حکومت څو ځلي طالبانو ته د موقت اوربند وړانديز کړی و، خو طالبانو تر دې مخكې اوربند ته غاړه ايښې نه وه. ويل کېږي چې طالبان اوس تر بل هر وخت ډېر سره وېشلي دي، خو باوري دي چې جګړه ګټي، نو ځکه يې اوربند منلی دی.

داسې ښکاري چې د طالبانو پر کويټې شورا  د اوربند د منلو له‌پاره پاکستان هم فشارونه راوړي وي. دغه شورا د افغانستان پولې ته څېرمه په کويټه ښار کې ده.

د ډونالډ ټرمپ يوې جګپوړې سلاکارې «ليزا کورټيس» ويلي دي چې امريکايان په افغانستان کې له بېلابېلو لارو چاور د سولې ټينګولو له‌پاره هڅې کوي. كورټيس ويلي دي په هڅو کې يې د پاکستان «رغوونکی رول» ډېره مهمه هڅه ده. په افغانستان كې مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو ويلي دي چې دوی به هم دې اوربند ته پابند پاتېږي.

د دې اوربند شا ته پرته فلسفه دا ده چې ښکېلې غاړې څو ورځې دښمني پرېږدي او ښايي له دې سره دا اوربند هم وغځېږي. د اشرف غني حكومت به د جګړې د ختمولو په نيت د پوځي او سياسي مذاکراتو پيلولو په پار خپلې ټولې هڅې وكړي.

د تېرې فبروي پر ۲۸مه اشرف غني طالبانو ته د سولې يو نوی وړانديز وکړ. ده پر طالبانو غږ کړی و چې د سولې له خبرو سره يو ځای شي او طالبانو ته يې وعده ورکړې وه چې ډله به د يوې سياسي ډلې په توګه ومني او په کابل کې به دفتر ورکړي.

اوربند يې نښه ده چې طالبان به خبرې پيل کړي؟

د تېر مارچ په وروستيو کې طالبانو ته وړانديز شوی و چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د سولې خبرو ته حاضر شي. طالبانو دغه وړانديز بې ځوابه پرېښود.

له کلونو کلونو راهيسې د طالبانو غوښتنه همدا ده چې دوی له امريکا سره مستقيمې خبرې پيلوي. دوی افغان حکومت د امريکا لاسپوڅی بولي او وايي چې د اشرف غني له حکومت سره خبرو ته نه کښېني. د طالبانو له انده د جګړې او سولې اصلي واک له امريکايانو سره دی.

خو د مستقيمو مذاکراتو ډېر امکان نه ليدل کېږي؛ ځکه د جګړې د ټولو غاړو ترمنځ ګډوډي ليدل کېږي. خپله طالبان هم اوس تر ډېره پر فردي قوماندانانو وېشل شوي او ويل کېږي چې دغه قوماندانان  د جګړې په ډګر کې تر کويټې شورا ډېر واکونه لري.

ريښتيا خبره دا ده چې آن اوربند ته ژمن پاتې کېدل به لا طالب مشرانو ته لويه ننګونه وي. و دې شي چې طالب مشرانو د اوربند اعلان له‌پاره له خپلو قوماندانانو سره غوږونه جنګولي نه وي. داسې ښکاري چې د کويټې شورا دې په خپل سر او له دې قوماندانو سره له مشورې پرته دغه اوربند اعلان کړی وي.

تر دې ور هاخوا طالبان اوس په تهاجمي حالت کې دي. طالبان تر افغان ځواکونو ډېر بريدونه کوي. په ښکاره خو داسې دليل نه کېږي چې طالبان دې تر دې ښېګڼې تېر شي.

همدارنګه په سيمه كې د قدرت توازن د پخوا په څېر پاتې نه دى. پاکستان، ايران، روسيه او احتمالاً ځينې نور هېوادونه كه څه هم په ښکاره د کابل دولت ملاتړ کوي، خو په پټه بيا خپلو پولو ته څېرمه فعالو طالب مشرانو سره راشه درشه لري.

د ټرمپ حکومت هم په افغانستان کې د خپل حضور په تړاو يو موټی نه دی. د ټرمپ د ادارې ځينې غړي وايي چې امريکا بايد د طالبانو تر ماتې پورې په افغانستان کې پاتې شي، كېداى شي چې دغه كار يې څو كلونه وخت ونيسي؛ خو بله ډله بيا له افغانستان ژر وتلو ته لېواله ده. ټرمپ د ټاکنيزو سياليو پر مهال سپينه کړې وه چې دی به له افغانستانه خپل سرتېري وباسي، خو داسې ښکاري چې تر ولسمشر کېدو وروسته امريکايي پوځ په افغانستان کې د پاتې کېدو مشوره ورکړې وي.

اشرف غني ولې اوس پر اوربند تاکيد کوي؟

په افغانستان کې د جګړې اور ورځ تر بلې په غرغنډو کېږي او حکومت هره ورځ پر يوه دوو ولسواليو کنټرول بايلي.

د جګړې د اور تاو تر ډېره له ملکيانو خېژي. څه موده وړاندې يونيسيف په يوه راپور كې ويلي وو چې له ۲۰۰۲م کال راهيسې اوس تر بل هر وخت ډېر ماشومان ښوونځيو ته له تللو پاتې دي. د يونيسيف د راپور پر بنسټ د جګړې له امله نږدې ۳،۷ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي. دغه تعداد د هېواد د ماشومانو ۴۴ سلنه کېږي.

سږ کال کابو ۲۰ ولايتونه وچکالۍ ځپلي دي او زيات شمېر افغانان د خوراکي توکيو له کمبود سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو ادارې «اوچا» په خپل يوه راپور کې ليکلي: «د وچکالۍ له امله دوه میلیونه افغانان په افغانستان کې د خوراکي موادو له کمښت او قحطۍ سره مخ دي.»

پر دې سربېره په افغانستان کې د کډوالۍ ستونزه هم ورځ تر بلې پراخېږي. د جګړو او نا اراميو له کبله په کور دننه ډېر خلک بې ځايه شوي دي، ځينې خلک ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته اوړي او نورو خو آن د اروپا پر لور بسترې بار كړې دي.

دغو ستونزو او ناخوالو ته په کتو يوه ورځ جګړه درول به لا د اشرف غني غټ کار وي، ځکه دغه يوه ورځ  به هم د افغانانو پر شونډو موسكا خپره كړي.

د دې له‌پاره چې دا اوربند تر درې ورځو اوږد شي، نو دمګړۍ پكار ده چې په سيمه کې ډيپلوماتيکې هڅې زياتې شي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...