بسم ا…، را وړاندې شه؛ خو له يوه نوي هوډ سره

ف، فايض

دا دى د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په انتخاباتو كې د ګډون په خاطر چې د انتخاباتو كمېسيون له اعلان سره سم بايد د روان كال (۱۳۹۷) د تلې پر اته ويشتمه تر سره شي نومليكنې وشوې او د راتلونكې جوزا (۱۳۹۸) بايد د ولسمشرۍ له‌پاره انتخابات وشي. دا يواځې زما خبره نه ده؛ بلكې ټولو هېوادوالو دا بهير وليد او د دې بهير له مخې وړاندوينه كېداى شي چې د سږ كال (۲۰۱۸) د ولسي جرګې او ولسواليو انتخابات به د تېر ځل په تناسب نور هم له درغليو ډك وي، تېرو مسؤولينو هم په خپله دنده كې تساهل وكړ او درغلۍ ته يې لاره اواره كړه او زما پوره باور دى چې خپله نيستي به يې هم غوڅه كړې وي او دوستي انډيوالي، كليوالي او نور هغه به يې پاللي وي؛ نو ځكه خو موږ وكيلان ټول د ملت ريښتين استازي نه شو بللاى؛ خو دا چې پر ولس دغه حالت تپل شوى، سړى څه كولاى شي. زه باور لرم چې هغه په پيسو او واسطو راغلي وكيلان ځان له هغو وكيلانو نه چې په ريښتيا هم پر خپله رايه راغلي دي ځانونه ډېر د ملت ريښتيني استازي بولي.

د ۲۰۱۴ د ولسشمرۍ انتخابات هم له پچو ډكې شيدې وې چې ولس ته وركړل شوې او نتيجه يې اوسنى حكومت دى چې هغه ده عمر يې په پوره كېدو دى؛ خو ان چې د وزيرانو پر سر ريسمان كشي ګانې يې نه دي ختمې چې وروستۍ يې د اوبو او برېښنا د وزير علي احمد عثماني پر سر زور ازموينه ده؛ نو ګوره چې په عامه اصطلاح: «دال مى پرديا چپاتى»

زما د يوه افغان په حيث له پخواني ولسمشره اوس هم دا ګيله ده چې تر ديارلس كلنې واكمنۍ وروسته دې يو داسې ميراث پرېښود چې په ۲۴ ساعتونو كې دننه يې له امريكا او ناټو سره امنيتي لوزنامې لاسليك كړې چې په دې توګه په اړه ستا مقاومت سهي ده چې تا ته د تاريخي مسؤوليت له پلوه ګټه كړې وياو برائت به يې در كړى وي؛ خو هېواد او هېوادوالو ته يې ګټه و نه كړه.

په لسګونو زره خلك د امريكا او ناټو په ړندو بمباريو كې شهيدان شول؛ خو (ع) او (غ) پر دې يوه ورځ هم نه انتقاد وكړ او نه يې د ولس په بده ورځ كوم څاڅكى اوښكه تويه كړه، يو په ارګ كې غوړه مالانو را محاصره كړ او بل په سپېدار ماڼۍ كې. په دې توګه د ولس پنځه كاله ضايع شول. زه دا په واز كومي وايم چې دا يوه فاجعه وه او كه چېرې خداى مه كړه دا فاجعه بيا تكرارېږي دا به په فاجعه كې فاجعه وي چې لا به ډېرې بدې پايلې ولري.

كه ژوندي وو د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو په قوي احتمال له تقلبه ډك انتخابات به هم وګورو؛ خو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم ډېر وخت نه دى پاتې. زه چې ګورم (ع) او (غ) خو به بيا په يوه ډول نه يو ډول ډګر ته را وځي، وګورو د تقلب تر څنګ دا ځل څه معاملې كوي؛ خو په مقابل كې لا تر اوسه داسې څوك نه ښكاري چې سترګې پرې خوږې شي.

د حراست او ثبات شورا او نوې ملي جبهه هم تر اوس نه دي راوتي، ښايي ترمنځ يې څه خبرې روانې وي، ډېرى سياسي قوتونه له دې هم وېره لري چې په تېر كې ورسره كومې ژمنې شوې دي، پر هغو وفا و نه‌شو؛ نو طبيعي ده چې مار خوړلى له پړي هم وېرېږي او هر څوك به دا كوښښ كوي چې په لازم احتياط سره ګام واخلي؛ خو بيا هم زه فكر كوم بايد سياسي خواخوږي قوتونه وخت ضايع نه كړي او سر له همدې اوسه پر يوه داسې تركيب توافق وشي او مخكې له مخكې ټينګې ژمنې واخيستل شي چې د ماضي ترخه تجارب تكرار نه شی.

په دې لړ كې يوه نوې خبره چې رسنيو او اجتماعي شبكو ته را ووته هغه د پخواني ولسمشر خبره ده چې د له المان شپېګل مجلې سره يې يوه مركه كړې ده او هغه دا چې كه ولس وغواړي دى به بېرته واك ته راشتون شي، معنا دا چې دى د ولس د غوښتنې په نتيجه كې دې ته چمتو دى چې په راتلونكو ولسمشريزو انتخاباتو كې برخه واخلي او يو ځل واك ته د رسېدو له پاره خپل بخت وازمايي.

 

دا ښه خبره ده لږ تر لږه د يوه ابهام له مخه پرده پورته شوه، په داسې حال كې چې اوسنى حاكم ټيم په انتخاباتو كې د درغلۍ له پاره همدا اوس منفذونه پرانستي پرېږدي او دا چې د ادعا له مخې بيا اوزې او ګډان په واښه وډ كې وڅرول شي چې دې حالاتو سر له اوسه له ولس سره جدي اندېښنې پيدا كړي دي؛ نو ولس دا هيله ده چې داسې يو څوك د اوسني حاكم ټيم پر وړاندې ودرېږي چې د تقلب له لارې واك ته د اوسني ټيم د رسېدو مخنيوى وكړي او فاجعه بيا تكرارېدو ته پرېنږدي.

كه چېرې پخوانى ولسمشر ځان نوماند كړي، ښايي د ولسمشرۍ له پاره يو ښه نوماند وي او كه هڅه وكړي له مخالفو سياسي احزابو او لوريو سره ګډه ژبه پيدا كړي، ښايي هم يې سياسي او هم يې ولسي ملاتړ زيات شي او د بري د چانس ګراف يې پورته ولاړ شي؛ خو داسې هم نه ده چې د پخواني ولسمشر دوره هم كاملاً عيبه خالي وه، هغه وخت هم كه څه هم د اوسني حكومت په تناسب يې ډېر مثبت ټكي درلودل؛ خو ډېرې نيمګړتياوې يې هم درلودې چې تر ډېره يې سړى د حالاتو پر اجبار هم حملولاى شي؛ هغه مهال هم متأسفانه ډېر تساهل وشو كه چېرې هغه مهال هم لږ تر لږه تر يوه ممكن بريده بېځايه مصلحتونه يوې خوا ته ته پرېښودل شوي واى او د يوه عراقي كرد په تعبير چې تقريباً ۳۵ يا ۳۶ كله د مخه يې په لاهور كې په يوه بحث كې د صدام حسين په باب وكاراوه د يوه «مهربان دكتاتور» په حيث عمل كړى واى كه په سلو كې سل ممكن نه واى شايد حالات شپېته اويا سلنه كابو كړاى شوي واى او د هېواد سياسي امتيازات د كومې خاصې ډلې يا  خاصو ډلګيو په ځولۍ كې نه واى اچول شوې او د يوه بل بحران د پيلامې په توګه يې عمل نه واى كړاى. همغه ډلې دي چې هېواد یې په دواړو لاسو چور كړ پر سياسي او دولتي امتيازاتو يې منګولې ښخې كړې او د يوه بهتر راتلونكي مخه يې ونيوله. كله چې يوه واكمن له واكه ګوښه كېږي، طبعاً پر خپله ماضي تر بل هر چا ښه قضاوت كولاى شي او د خپل قوت او ضعف ټكي ورته ښه معلومېدلاى شي؛ نو پخواني ولسمشر به په دې اړه خامخا قضاوت كړى وي او د  دې تر څنګ يې دا مخه هم خلاصه ده چې له يو شمېر خواخوږو او پر هېو اد مينو سياسي رجالو او د نظر له خاوندانو سره مشورې وكړي چې دا خبره كاملاً فاينل شي چې په كومو برخو كې اغماض او تساهل وشو، چې نور بايد كه وخت يې راغى تكرار نه‌شي؛ خو د پخواني ولسمشر دا خبره بايد د اوسني ټيم په اړه مازې يوه تنبيه نه وي بايد يو جدي تصميم وي.

دا وخت متأسفانه مافيا خپل اوج ته ته رسېدلې؛ سياسي مافيا، اقتصادي مافيا، اخلاقي مافيا، د مخدره موادو مافيا، استخباراتي مافيا او … مافيا. كه چېرې پرېښودل شي چې اوسنى حاكم ټيم يو ځل بيا تكرار شي؛ نو په هغه ولسي اصلطلاح دغه مافياګانې به د پير صيب كړايي ګانې وركړي او حلواګانې به ووېشي. متأسفانه مافيا اوس دومره بنسټيزه شوې چې د هغوى نوغي را ايستل هم څه دومره اسانه خبره نه ده، دا د يوه قوي، متحد خواخوږي حاكم ټيم كار كېداى شي. دا اوس زموږ ملي شورا تر ډېره بريده د همدغسې مافيايي كړيو او افرادو له خوا يرغمل شوې او دا خبره په وار وار رسنيزه شوې چې ان وزيرانو ته د اعتماد د رايې په وركولو كې د ډالرو بنډلونه كښته پورته كېږي او هغه چې رسنيو ته نه را وځي او په خاصو محفلونو كې خوله په خوله ګرځي هغه خو لا پر ځاى پرېږده.

؛نو د دې وخت را رسېدلى چې پر دې مظلوم ولس زړه وسوځول شي. ښايي زما په څېر كسانو خواخوږي او د حسرت اوښكې د ولس دردونه درمان نه كړاى شي؛ بلكې دا کار مشران كولاى شي؛ نو زه پر ټولو زړه سواندو مشرانو غږ كوم چې بسم ا… كړي، په يوه چرګۍ سره راټول شي پر يوه پليټ فورم اتفاق وكړي او هېواد او ولس نور له روان ناورينه د خداى (ج) په مرسته وژغوري. د دې تر څنګ پخواني ولسمشر په جرمني كې د افغان سولې په نامه په يوه ګردي مېز كې د درېيم بن كنفرانس د جوړولو غوښتنه كړې په دې كنفرانس كې بايد د افغانستان په كورنيو چارو كې د نه مداخلې تضمين وشي. كرزي بين الافغاني مذاكرات د كړكېچ يوه ښه لاره وبلله.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

x

Check Also

د میدان وردګو ولایت مرکز کوته عشرو مربوطاتو کې د طالبانو او افغان دولت په ګډه د اختر لمانځل

لیکوال: نثار احمد امرخیل توجهُ عسکره! منم چې په جګړه کې ښکېل ...