د جګړې په اتیایم اختر کې اوربند!؟

احسان الله ارينزی

د افغانستان د خلکو سږنی کمکی اختر په داسې شرایطو کې را رسي چې هېواد لا هم د روانې تپلې، ناولې، بهرنۍ جګړې د څلوېښتم کال په اور کې سوځي او دا بېوزلی او کړېدلی ولس، هره ورځ د خپلو غوښو، کورنیو، شتمنیو، امکاناتو او عزت قرباني ورکوي.

دې جګړې له بده مرغه، زموږ ګران هېواد ته د سر، مال، عزت، امکاناتو او فرصتونو دومره درانه زیانونه اړولي چې ښایي د بل هېڅ هېواد په تاریخ کې ساری ونه لري!

د سږکال په لومړیو ورځو کې، ولسمشر داکتر محمد اشرف غني، تېر څلوېښت کلن ناورین ته په کتو او په دې واقعیت په پوهېدلو سره چې دا جګړه آن له همغه پیله، د پردیو د ګټو جګړه وه، د دولت سترې مخالفې  وسله والې ډلې یعنی طالبانو ته د روغې، جوړې او سولې صفا شرایط اعلان کړل.

د ولسمشر وړاندیزونه دومره په زړه پورې، هر اړخیز او روښانه وو چې د افغانستان د خلکو په زړونو کې یې مړاوې هیلې بیا ژوندې کړې او داسې تمه پیدا شوه چې ګوندې طالبان هم ورته ګام پورته او د خبرو او تفاهم تیاری څرګند کړي.

د ولسمشر هغه وړاندیزونه دومره هر اړخیز، جامع او عملي وو چې ډېر خلک ډاډه شول چې دولت په رښتیا د سولې ځولۍ غوړولې او غواړي چې د افغانستان ډېرې اوږدې غمیزې ته د پای ټکی کېږدي. ځینو کارپوهانو هغه وخت د دولت وړاندیزونه له اټکل څخه هم پورته او ښه وګڼل!

له هغې وروسته، دولت د هېواد د څه باندې دوه زره دیني علماوو غونډه جوړه کړه چې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه یې ناروا او غیرشرعي وبلل او یو ځلې بیا یې په مخالفینو د خبرو او سولې غږ وکړ.

په دې وروستیو ورځو کې دولت یو بل زړور ګام واخست او د روژې د مبارکې میاشتې د پای او د کمکي اختر د رارسېدو په ویاړ یې، د لومړي ځل له پاره، په وسله والو مخالفینو کې طالبانو ته نهه ورځنی اوربند اعلان کړ.

له دې اعلانه دوه ورځې وروسته، طالبانو هم په یو ډېر بیساري اقدام کې، د دولت د اوربند وړاندیز ته لبیک ووایه او په خپلو جنګیالیو یې غږ وکړ چې د اختر په دریو ورځو کې له دولتي ځواکونو او ملکیانو سره اوربند وکړي او پرېږدی چې پس له اوږدې مودې خلک یو ښه اختر ولري.

که څه هم چې اعلان شوی اوربند لنډمهاله او محدود دی؛ خو همدا وړوکی پرمختګ هم باید په ښه فال ونیسو او د جګړې په دواړو اساسي خواوو یعنی دولت او طالبانو غږ وکړو چې دې اوربند عملاً وښوده چې که دوی وغواړي، اساسي ګامونه هم پورته کولای شي!!

د دولت او طالبانو تر منځ د لومړني اوربند اعلان، په هېواد کې د ننه، سیمه او نړۍ کې دومره پراخ غبرګونونه وپارول چې ساری نه لري. ټولنیزې رسنۍ د اوربند په خوښیو ډکې دي او خلکو ته بیا داسې تمه پیدا شوی چې که د جګړې افغاني لوري، د سولې، روغې او جوړې لار غوره کړي، په سیمه ییزو او نړیوالو اغیزناكو خواوو هم دومره فشار راوستلای شي چې خپلې معقولې ګټې او غوښتنې د جګړې په ځای، په سوله او آرامه فضا کې ولټوي!

یو شی ښكاره واقعيت دى او لكه د لمر په څېر په دوو ګوتو نه پټېږي، دا دی چې حداقل تېر اتلس کلن خونړي جنګ وښوده چې یو اړخ هم ها بل اړخ د وسلو، پیسو او وسیلو په زور په فزیکي توګه نه شي محو کولای.

نه امریکا، ناټو او دولتي ځواکونو دومره وس لري چې خپل مخالفین او په تېره وسله وال طالبان په بشپړه توګه مات او له مخې څخه وباسي او نه طالبان د خپل اسلامي امارت سپینه جنډه په کابل کې د ارګ په ماڼۍ رپولای شي.

د طالبانو اسلامي امارت د مجاهدینو د اسلامی دولت په شان داسی یوه انارشییستي اداره وه چې امنیت پکې ډېر و؛ خو کونډو او یتیمانو د خوراک وچه ډوډۍ نه درلوده!

اوی چی یوه خوا هم د پوځي بري چانس او امکانات نه لري، بې له سولې او ګډ پوهاوي څخه بله لار نشته.

خلک اوس له دواړو اړخونو څخه تمه لري چې دا اوربند لکه همغسې چې ښايي، د زړه له تله او په اخلاص عملي کړي چې د راتلونکي تفاهم له پاره یو ښه بېلګه تری جوړه شي.

که دا لنډمهاله محدود اوربند په بریالیتوب عملي شي، دواړه خواووې به ډاډ پیدا کړي چې سترې پریکړې هم کولای شي، هغسې تاریخي پریکړې چې افغانستان له څلوېښت کلن ناورین او خورا درنو ځاني او مالي تلفاتو او زیانونو څخه وروسته، د ژغورنی ساحل ته وباسي او خلک له کلونو – کلونو وروسته د وینو د ژړا په ځای د خوشالۍ او نیکمرغۍ احساس وکړي!

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

x

Check Also

د میدان وردګو ولایت مرکز کوته عشرو مربوطاتو کې د طالبانو او افغان دولت په ګډه د اختر لمانځل

لیکوال: نثار احمد امرخیل توجهُ عسکره! منم چې په جګړه کې ښکېل ...