د امیرالمؤمینین د اختر مبارکۍ په پیغام کې د پام وړ څه وه؟

لیکوال : احمد منصور

دا چې هر کال د کوچني او لوی اختر په مناسبتونو د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا د مبارکی پیغام خپرېږي چې اکثره وخت لاندې موضوعات پکې تر سترگو کېږي:

‏۱- د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي وي.

‏۲- هیواد والو او د ګوډاګي حکومت چارواکي او افرادو ته دا خبره په اثبات رسوي چې امریکایان یرغلگر دي او زمونږ جنګ ورسره یو مقدس جهاد دی.

‏۳-ګوډاګی حکومت په دې قانع کول غواړي چې زمونږ یعنې د طالبانو جګړه تاسو سره نه، بلکې بهرنیانو سره ده دا چې تاسو قتلوو له دې امله چې تاسو یعنې داخلیان له خارجیانو سره په ټولو جنایاتو کې برخوال یاست.

‏۴- مشرتابه دې دغه اختریز پیغام په ذریعې سره په نړۍ کې چې مشهوره پېښه شوې وي پرې غبرګون ښايي لکه په نوي پیغام کې يې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال غندلی او بیت المقدس یې د اسلامي نړی برخه بللې.

‏۵-په اخر کې له مسلمانانو او خوصوصاً له افغانانو غواړي چې د بندیانو او شهیدانو د کورنیو سره دې مالي مرستې وکړي او د اختر په خوشحالیو کې دې ځانو سره شریک کړي.

د شیخ صیب په نوي پیغام کې نوې خبره دا وه: علماوو څخه یې غوښتي وو چې خپل مسؤلیت ته متوجې شي، زیاته کړې يې وه چې امریکا غواړي د علماوو په نوم د یو شمېر کنفرانسونو په دایرولو سره روان مقدس جهاد له چلېنج سره مخ کړي، باید علماء خپل مسؤلیت ته متوجه شي او خپل حیثیت په اسلامي جامعه کې ټیټ نه کړي.

هو باید علماء خپل مقام وپیژني ځکه د نړی مسلمانان او خوصوصاً افغانان علماوو ته د قدر په نظر ګوري او هره پرېکړه یې په سر سترګو مني که علماوو په داسې مجالسو کې ګډون وکړي چې رهبري يې کفار کوي نو اوس چې علماء په اسلامي جامعه کې کوم باور، مقام او حیثیت لري خدای مه کړه هغه به له لاسه ورکړي.

الله ﷻ خو دې داسې نه کوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: په محصلين ويب پاڼه کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...