د گوگل د راتلونکو ځیرکو موبایلونو تصویرونه او ځانگړنې افشا شوي

د گوگل کمپنۍ د تېر کال ځیرک موبایلونه گوگل پکسل۲ د انډرایډ عامل سیستم لرونکی تر ټولو غوره ځیرکو موبایلونو څخه شمېرل کېږي چې د بې شمېره کاروونکو پام يي ځان ته اړولی و. سږکال گوگل کمپنۍ غواړي یو ځل بیا د همدې لړۍ دوه نور ځیرک موبایلونه وړاندې کړي.

که څه هم گوگل په رسمي ډول دغې پرېکړې اړوند څه نه دي ویلي خو یو شمېر افشا شوي معلومات او تصویرونه په ډاگه کوي چې گوگل له وړاندې څخه په پکسل۳ او پکسل۳ اېکس اېل کار پیل کړی دی.

افشا شوو تصویرونو کې د گوگل کمپنۍ د دغو راتلونکو ځیرکو موبایلونو بنسټیز ډیزاین او یو شمېر ځانگړنې ښوول شوي.

فوربز مجلې کې خپرو شوو تصویرونو کې گوگل پکسل۳ او گوگل پکسل۳ اېکس اېل په تور رنگونو کې ښوول شوي.

د دغو ځیرکو موبایلونو افشا شوو معلوماتو پر بنسټ دغه راتلونکي ځیرک موبایلونه به د تېر کال د ځیرکو موبایلونو نوې بڼه وي او په پیاوړو ځانگړنو او نوې ټکنالوژۍ سمبال وي.

د دغو افشا شوو معلوماتو پر بنسټ پکسل۳ اېکس اېل په مخکینۍ برخه کې دوه کامرې او شاتنۍ برخه کې به بیا هم یوازې یوه کامره ولري. پکسل۳ کې بیا مخکینۍ او شاتنۍ برخه کې یوازې یوه یوه کامره ځای پر ځای شوې.

که څه هم له دې وړاندې راپورونو ادعا کړې وه چې گوگل به خپلو دغو ځیرکو موبایلونو لپاره له سامسنگ کمپنۍ څخه مخ‌پاڼې وپېري خو افشا شوي معلومات ښيي چې دغو ځیرکو موبایلونو کې به د اېل جي کمپنۍ له لوري تولید شوي مخ‌پاڼې وکارول شي.

د ځينو  راپورونو پر بنسټ گوگل کمپنۍ به خپل دغه ځیرک موبایلونه د انډرایډ عامل سیستم نوې بڼې انډرایډ پي سره وړاندې کړي.

ادعا کېږي چې د گوگل کمپنۍ دغه ځیرک موبایلونه به د تېر کال په پرتله غوره کامرې ولري.

گوگل پکسل۳ به له ۵٫۳ انچه او گوگل پکسل۳ اېکس اېل به له ۶٫۲ انچه مخ‌پاڼې سره وړاندې شي.

کېدای شي د گوگل پکسل۳ بیه ۶۵۰ او د گوگل پکسل۳ اېکس اېل بیه ۸۵۰ امریکايي ډالره وي چې د هېوادونو د وارداتو مالیاتو څخه وروسته به يي بیه نوره هم لوړه شي.

دغه دواړه ځیرک موبایلونه به د ۲۰۱۸ په اکتوبر کې معرفي شي، ځکه چې له دې وړاندې هم گوگل کمپنۍ هر کال په اکتوبر  کې خپل نوي تولیدات کاروونکو ته ورپېژني.

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

«یاهو» د خپل میسنجر بندولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د نړۍ چټک پیغام استولو ...