زړه راښکونکي او ويښوونکي معلومات؛ په لوستو به یې خامخا د بدلون احساس وکړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱- دا چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي، دا تاسو پورې اړه نه لري.

۲- که د ورځې په اوږدو کې د ۱۱ ساعتونو څخه ډېر کښېنئ، نو پنځوس سلنه د دې چانس شته چې تاسو دې په راتلونکو ۳ کلونو کې ومرئ.

۳- په نړۍ کې شپږ داسې کسان شته چې کټ مټ ستاسو پشان دي، نهه سلنه امکانات شته چې د خپل عمر په اوږدو کې له هغوی څخه، يوه سره ووينئ.

۴- پرته له تکيه يا بالښته ويده کېدل، د ملا درد کموي او د ملا هډوکي مو غښتلي کوي.

۵- دا په ياد ولره، ته د هغوی په پرتله نېکمرغه يې چې روحي فشار لري.

۶- هره شپه له خوبه وړاندې د الله تعالی سره راز او نياز وکړه او له دې منندوی واوسه چې نن دې کوم کارونه ترسره کړي دي.

۷- آيا په دې پوهېدئ چې سور رنګه مېوې ستاسو زړه غښتلی ساتي، ژېړ رنګه مېوې ستاسو د ناروغيو څخه مخنيوی کوي، همدارنګه شنې مېوې مو غاښونه او هډوکي پياوړي کوي او آبي او بنفش لرونکې مېوې ستاسو حافظه ډېروي؟

۸- هغه کسان چې راسته لاس ډېر کاروي نو په ښي اړخ خوړو ژدولو ته علاقمند وي.

۹- د البرت انشتين په وينا، که د شاتو مچۍ له زمکې څخه ورکېدلی، نو انسانان به د څلورو کلونو په ترڅ کې مړه کېدل.

۱۰- په نړۍ کې د مڼو د ډولونو کچه دومره ډېره ده، که د ورځې يې يو ډول وخورئ؛ نو ۲۰ کاله وخت به ونيسي چې ټولې يې وازمايئ.

۱۱- کينه او بخيلي د وخت ضايع کول دي، ته همدا اوس خپل ټول د اړتيا توکي لرې.

۱۲- هغه کسان چې ډېر خاندي، د هغوی په پرتله ډېر سالمه دي چې نه خاندي.

۱۳- ټنبلي او نه فعاليت د سګرټ څکولو په اندازه، خلک وژني.

۱۴- د مغز د مالوماتو د ذخيرې د کچې ظرفيت پنځه برابره د ويکي پيديا په اندازه دی.

۱۵- زموږ مغز د يو لمپ او لس واټ په اندازه انرژي لګوي.

۱۶- زموږ بدن په نيم ساعت کې د ۱.۵ لېټره اوبو د جوشولو په اندازه انرژي توليدوي.

۱۷- تخمک یا هګۍ تر ټولو لويه او نطفه ترټولو کوچنۍ حجره ده.

۱۸- د معدې اسيد دومره قوي دي چې کولی شي د پاکې يو پل اوبه کړي.

۱۹- په ورځ کې د لسو څخه نيولې تر ۳۰ دقيقو پورې پلي قدم وهل او خندا د تشويش او ستړيا ضد بلل کېږي.

۲۰- هره ورځ ۱۰ دقيقې کښېنه او سکوت وکړه.

۲۱- هر سهار چې له خوبه پاڅېږې د الله نه د مرستې غوښتلو او خپلو موخو په اړه لارښوونه وغواړه.

۲۲- د کارخانه يي خوراکونو په پرتله د طبيعي خوړو څخه ډېره ګټه پورته کړه.

۲۳- شين چای او ډېرې اوبه وڅښه.

۲۴- د کًرمو او کاهو ډېر خوراک د بدن د وينې جريان دوه برابره کوي.

۲۵- هڅه وکړه هره ورځ حد اقل درې کسه وخندوې.

۲۶- خپله انرژي په عادي او جزوي مسائلو مه لګوه، منفي افکار او هغه څه چې ستا په واک کې نه دي، له ځانه يې لرې کړه او خپله انرژي په مثبت ډول مصرف کړه.

۲۷- سهارنی خوراک دې د شاهانو په ډول او ماښامنی د شهزاده ګانو په څېر کړه، په دې شرط چې د شکر ناروغي ونه لرې.

۲۸- هڅه وکړه چې سخت ونه اوسې او له ژونده خوند واخلې.

۲۹- ژوند لنډ او با ارزښته دی، هڅه وکړه چې له چا څخه خوابدی ونه اوسې او تل بښنه کوه.

۳۰- خپله ځان ډېر جدي او مهم مه نيسه، ځکه نور هم بيا درسره جدي چلند کوي.

۳۱- اړينه نه ده چې په ټولو بحثونو کې دې ګټونکی شې.

۳۲- تشويش او رنځ پرېږده، ترڅو له اوسني حالته خوند واخلې.

۳۳- خپل ژوند د نورو سره مه پرتله کوه، ته نپوهېږې د هغوی د ژوند پړاوونه څه ډول ول.

۳۴- هېڅوک پرته له تا څخه ستا د خوښۍ او نېکمرغۍ لامل نه دي.

۳۵- هر مصيبت په دې کليمو سره محدود کړه: آيا راتلونکو پنځه کلونو پورې به دا موضوع دومره اهميت ولري؟

۳۶- بې وزلو سره مرسته وکړه او پراخ زړه ولره.

۳۷- ستاسو پایپوښ لومړنی څيز دی چې ناپوهه خلک ورته توجه کوي، ښه پايپوښ وکاروه.

۳۸- وخت دی چې هرڅه ته ځواب وايي.

۳۹- که هرڅومره ښه او يا بد موقف ولرې نو اوښتونکی او تېرېدونکی دی.

۴۰- د ناروغۍ پر وخت ستاسو کار، ستاسو پوښتنه نه کوي، هغه دې ملګري دي چې پوښتنه به دې کوي. اړيکې جوړې کړه.

آيا دا مالومات درته نوي وو؟ نظر مو راته ولیکئ !

سرچینه: یاران

x

Check Also

دا امت به په ۷۳ ډلو وويشل شي!

ژباړه : م، نجم الرحمن (فضلي) ترجمه : له حضرت عبدالله بن ...