نېدرلینډ ایرلینډ ته په ۴ منډو ماتې ورکړه

درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبې کې ایرلینډ له نېدلینډ څخه ماتې وخوړه. دغې لوبې کې نېدرلینډ د ایرلینډ لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

نېدرلینډ ۱۹٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډي لیډې او سیلار توپ وهنې په مرسته ۱۴۴ منډې جوړې کړې.

نېدرلینډ لپاره سیلار په ۲۸ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۶ او ډي لیډې په ۳۵ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

ایرلینډ لپاره مېک کارتي او سیمي سینگ درې درې او ډوکرېل او ټامپسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې ایرلینډ څو چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې چې له همدې امله يي ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې او په څلورو منډو يي ماتې وخوړه.

ایرلینډ لپاره یوازې سیمي سېنگ پیاوړې او چټکه لوبه وکړه. نوموړی په ۲۹ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

نېدرلینډ لپاره سیلار ۳، سناټر ۲ او کلاسېن، میکېرېن او ډاوډ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

افغانستان ته په ایرو کې پټ لال را وخت 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د کلونو انتظار وروسته د ...