سکاټلینډ له پاکستان څخه ماتې وخوړه

د پاکستان او سکاټلینډ ترمنځه د دوو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د پاکستان په بریا پای ته ورسېده. سکاټلینډ دغه لوبه په ۴۸ منډو وبایلله.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان ټاکل شوو شلو اورونو کې د سرفراز او شعیب ملک پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره سرفراز په ۴۹ توپونو د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۸۹ ناسوځېدلي منډې او شعیب ملک په ۲۷ توپونو د پنځو شپږیزو په مرسته ۵۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سکاټلینډ لپاره اېوانز تر ټولو پیاوړې توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل څلورو اورونو کې ۲۳ منډو ورکولو سره درې مهمې وېکېټې واخیستې.

ځوابي توپ وهنې کې سکاټلینډ پیاوړې او چټکه توپ وهنه پیل کړه خو وروسته بیا د پاکستان د ورو توپ اچوونکو پر وړاندې بې وسه ثابت شول.

سکاټلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې او د ۴۸ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

سکاټلینډ لپاره لیسک په ۲۴ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۸ او کواېټزر په ۱۸ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

پاکستان لپاره حسن علي او شاداب خان دوه دوه او محمد نواز او محمد عامر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

افغانستان ته په ایرو کې پټ لال را وخت 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د کلونو انتظار وروسته د ...