د مڼې سرکه؛ د ګڼوناروغیو یوه حل لاره

ډېری وخت د سرکې مختلفې بڼې په مختلفو خوړو کې د خوند زیاتولو لپاره کارول کېږي. ځینو هېوادونو کې د انگورو سرکه تر ټولو عامه ده خو د یو شمېر روغتیايي گټو لپاره د مڼې سرکه هم باید د ورځنیو خوړو برخه وگرځي.

د مڼې سرکه انسان له یو شمېر عادي او وژونکو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

د مڼې سرکه د کولېسټرول کچې ټېټولو، غاښونو ته ځلا ورکولو، د خولې ناوړه بوی له منځه وړلو او د وېښتانو توېیدلو څخه مخنیوی لپاره گټور گڼل کېږي.

خو د مڼې سرکه د پورته ذکر شوو  گټو سربېره یو شمېر د پام وړ نورې روغتیايي گټې هم لري.

د روغتیايي کارپوهانو په باور د مڼې سرکې کې شته اسېسیک اسید ځانگړنو له امله د شکرې ناروغۍ دوهم ډول ناروغانو لپاره ډېره زیاته گټوره ده.

د خوړو کارپوهانو د څېړنو پر بنسټ هغه کسان چې خپلو خوړو کې سرکه کاروي هغوی له اضافي وزن څخه خوندي وي، ځکه چې سرکه کې شته ځانگړې مواد د کولېسټرول کچه نورماله ساتي او اضافي وزن زیاتېدو ته نه پرېږدي.

کارپوهان وايي چې د مڼې سرکه د بدن میتابولېزم پیاوړي کولو سره بدن کې د قندي موادو کچه هم کنټرولوي او په دې ډول د شکرې ناروغۍ کچې زیاتولو ته نه پرېږدي او نورمال يي ساتي.

روغتیايي کارپوهان وايي چې د مڼې سرکه په ځانگړې توگه د ښځو لپاره هم ډېرې روغتیايي گټې لري.

په ورځني ډول د مڼې سرکې کارولو سره د ښځې په رحم کې د بې شمېره ناروغیو پیدا کېدو څخه خوندي وي، ځکه چې د مڼې سرکه د هغو مېکروبونو مخه نیسي کوم چې د پېچلو ناروغیو لامل گرځي.

د خوړو کارپوهانو په وینا د مڼې په سرکه کې شته امینو اسیدونه انساني کمزوري او سستي لرې کولو سره د بدن د انرژۍ کچه زیاتوي.

د دوی په وینا سرکې کې د پوتاشیم سربېره نور هم داسې مواد شامل دي چې د ستړیا حالت لرې کولو کې د پام وړ مرسته کولی شي.

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

هغه شپاړس ګټې چې په قدم وهلو سره یې ترلاسه کولای شئ

حضرت عثمان نوري که تاسې ښوونځی لولئ او په داسې موقیعت کې ...