افغانان؛ او د سولې لومړی اختر

استاد زمان مزمل

څو ورځې مخکې د روژې په ښو ورځو کې او د اختر په مناسبت ډاکتر صیب اشرف غني له طالبانو سره یو طرفه اوربند اعلان کړ په کابل کی دیرو خلکو پدې اعلان ساه واخسته او د طالبانو ځواب ته په پوره تنده منتظر پاتې وو د لومړی ځل لپاره د طالبانو مشرانو د جنگ له جذباتي څپې له سره د ملت ددغه انتظار ډیر څه درک کړل او د څلویښت کلن جنگ وروسته دا اول ځل و چې په افغانانو کې جنگي طرفونه په یوه اوربند موافقه وکړه او دا به لمړی اختر وي چې افغانان به پکې د ډزو او انفجار له ترهې پرته خپل اختر ولمانځي .

سولې ته تږي پرگنې :

د طالبانو د اوربند د اعلان وروسته کوم احساسات چې په کابل کې میشتو خلکو او ځوانانو د اوربند او سولې په اړه ښکاره کړل دا هغه څه و چی زموږ سیاستوال دا څلویښت کاله او په دې اوږده جنگ کې د خلکو په سپری نامرادی پټې سترگې تیریدل او هغه مؤقت اور بندونه یې ان د اختر په ورځو کې هم نه د شوروي ضد جنگ او نه د امریکا ضد جنگ په دوران کې په دې ملت ولورول.

که سړی د پرگنو دوه ورځنیو احساساتو ته وگوري نو د ملتونو د مظلومیت او بې وسۍ په اړه تیر سطحي سیاستونه او جنگي پړاونه به د ملت پالنې له روحیي نه واقعا مفلس پړاونه تسلیم کړي جنگونه، او جهادونه ان د پیغمبر پر مهال او ان د خلفاو راشدینو په دوران کې هم په معاهدو دریدل او هم په اوربندونو او هم پر هغو تفاهمونو باندې چې پیغمبر پکې د صله رحمۍ سمبولیک مثالونه وړاندې کړل ښه شوه چې طالبان او کابل حکومت د خپلو خلکو غوښتنو ته را ټیټ شول.

افغانستان او تر ټولو اوږد جنگ:

هغه مهال چې افغان مهاجرین د خپلو کلیو په بمباریو مهاجر شول او په افغانستان کې د ازادۍ جگړه پیل شوه له هغه مهاله تر نني اختره زموږ د عمر څلویښت کاله په جنگ کې تیر شول او دا د افغانستان په تاریخ کی تر ټولو اوږد جنگ و.

طالبان او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنگ:

د شوروی ضد جنگ او کورني جنگ وروسته په افغانستان کې امریکایی لښکرو مداخله وکړه او له مداخلو سره جوخت هغوی جگړې ته ننوتل چې اوباما پکې د افغانانو او امریکا دغه جگړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جگړه وبلله.

تاسې فکر وکړئ چې امریکایی مشران اولس کلن جنگ ته تر شا ورگوري دا د هغوی د تاریخ تر ټولو اوږده جگړه گڼي او دا خپله یوه معنا لري ولې افغانان پخپل څلویښت کلن جنگ کې حتی ان پخپلو کې د یو ملي تفاهم او ملي اتحاد نه داسې په کبریا روان دي چې ته به وايي چې په تیر جنگ کې هغوی خوسکیان برتي کړي دي نه انسانان.

جنگ طبیعي شی دی مگر سوله، اوربند او معاهدې دا هغه انساني ارزښتونه دی چې د جگړو په منفي تل کې ملتونه جگړې د خپلو گټو په جهت کی مهاروي.

لنډ اوربند او د اوښکو پاکولو اختر

امریکایان حتما پوهیږي چې په افغانستان کې د هغوی پاتې کیدل د جنگ د ادامې په معنا ده ولې امریکایانو ته د افغانستان نه پتمن وتل هغه څه غواړي چې افغانان پکې ټول دیخوا اخوا په یو متفاهم او ملي چوکاټ کې د هغوی د سوله ییز وتلو زمینه برابره کړي.

طالب ته دغه اولس کلن جنگ د یو سوله ییز وړاندیز لپاره هغه قوي سټیج دی چی نه باید د گاونډیانو لپاره پکې موږ له خپل ملت او امریکا سره د امریکا د وتلو په ژمنه سوله وځنډوو.

د سخترین دښمن په اړه لوی خدای پیغمبر ته وایي:

و ان جنحوا للسلم فاجنح لها

که دښمن سولې ته میلان وکړ ته هم میلان وکړه.

د افغانستان روان او لنډ اوربند باید د هغه گنگل تفاهم کیلي شي چې کله کله پکې طالب په سهوه او کله کله پکې د کابل حکومت د پردیو په لمسه خپل خلک د هغه جنگ قرباني کوي چې نن پکې له هر څه زیات هغوی یو سیاسي حل او سیاسي تفاهم ته ضرورت لري.

بیا هم که جنگ د تفاهم او سولې په ځای یو ضروري ارزښت وي نو ښه ده چې نور په پاتې پړاو کې د طالب او د کابل حکومت مشران د مخامخ جنگ پر یوه کرښه ودریږي چې ملت د هغوی د کوڼدو او د یتیمانو په اوښکو جذبه او مورال واخلي.

دا اختر له همدې تفاهم نه او له همدې اوربند نه د یتیمانو د اوښکو د پاکولو اختر جوړول پکار دي که افغانان په خپلو کی متحد شي پاتې کار هغوی په متحد دریځ او په یوه خوله خبره هم حل کوی شي.

دا چی پرون په کابل کی ځوانانو د اشرف غنی او ملا هبة الله اخوندزاده عکسونه پورته کړي و معنا یې همدا ده چې اوبه په ډانگ نه بلیږي ان که دا ډانگ د ټرمپ په لاس کې هم وي.

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...