ﺩ ﻳﻮ ﺳﺮﺗﻴﺮي ﺗﺮﺧﻪ ﺧﺎﻃﺮﻩ

ليکنه: عارف احرار

څو کاله مې په اردو کې دنده درلوده، ژوند وو، که هر ډول وو، تېراوو مې، خو کله هم له کومې سختې شېبې سره نه وم مخامخ شوی، بالاخره يوه شپه قومندان غږ وکړ چې هلئ، اماده شئ، چې عملياتو ته ځو.

جانټه او زغره مې واغوستل، ځان مې برابر کړ او له قرارګاه څخه ووتلو،

کله چې يو کلي ته ننوتلو، ناڅاپه په کمين وربرابر شوو او سخته جګړه ونښته،

په دغه وخت کې د هشتادو سخت غږ شو، ګورم په ټانګ کې د شاته ناستو ملګرو چيغې شوې او په ټانګ باندې سور اور بل شو، نو ځان مې ترې ښکته ګذار کړ، په خورا چټکۍ سره مې د يوې ويالې په طرف منډه کړه،

ويالې ته لا نه وم رسېدلی چې زه هم په پښو کې څو مرمۍ ولګېدم او په ځمکه د عاجزې مرغۍ په څېر راپرېوتم. چيغه مې کړه چې هلئ پښه مې ماته شوه،

په قومندان مې په مخابره کې غږ وکړ، چې قومندان صيب! زمونږ ټانګ يې هم وويشت اور ورباندې بل دی، ملګري مې په اورو کې سوزي، زه هم سخت زخمي یم.

قومندان وويل: لږ مقاومت وکړه، خپل غم دې خوره.

جګړه ختمه شوه، نور ملګري مې وتښتېدل، خو موږ يې دلته همداسې پرېښودلو،

پروت وم، چې د لږ ځنډ وروسته ناڅاپه دغه ځای ته یو طالب راورسېد، خپل بل ملګري ته يې غږ کړ، هله ژر کوه، عمره! زخمی دی، هغه چې راغی پښه يې راته وتړله، ژر يې غږ کړ چې هلئ موټر راولئ، زخمي وينه ضايع کوي،

له لږ ځنډ وروسته يې موټر ته پورته کړم او ترکلينک پورې يې ورسولم، څو ورځې هلته بستر وم، خو ورځ تربلې په ښه کېدو وم،

پايواز هم راته هماغه عمر ولاړ وو، هر وخت به يې په پوره صداقت زما خدمت کاوه، يوه ورځ يې راڅخه د همدغې جګړې په اړه پوښتنه وکړه چې څه ډول ولګېدې؟

ما ورته کيسه ټوله ټکي په ټکي وکړه، ورو وموسکېده او ويې ويل: خپلو د کلونو ملګرو پرېښودې او تا چې ورسره له کلونو راهيسې دښمني کوله هغه دې اوس خدمت کوي.

دغې خبرې راته بېلابېل فکرونه پيدا کړل او د خپلو هغو همسنګرو ملګرو جفا سخت وزورولم،

بالاخره جوړ شوم او بېرته په خپلو پښو باندې ګرځېدلو ته اماده شوم، خو دا څه وخت طالبانو له ځان سره وساتلم، خورا زيات انساني چلند يې راسره کاوه،

د روژې مبارکې اخري لسيزه راباندې تېرېدله، د کور فکرونو اخستی وم، پرېشانه ناست وم، خپل ماشوم بچی راته ډېر يادېده، او له ځانه سره مې وويل چې دغې عسکرۍ درته کومه ګټه وکړه، بغير له دردونو او ستړیاوو، هغه هم بې ځايه، کاشکې عسکر شوی نه وای،

زه لا د غو فکرونو کې وم، چې يو طالب چې خورا نوراني برېښېده، راغی، سلام يې واچاوه، روغبړ يې راسره وکړ، د ژوند په خوږو ترخو کې راسره وغږېده، راڅخه يې وپوښتل نو اخير ولې د یرغلګرو امريکايانو ترڅنګ عسکر شوې؟

بې ځوابه شوم، له لږ ځنډ وروسته مې ورته وويل: بد راڅخه وشول،

بس څه يې کوې، راته يې وويل: که يو زيری درباندې وکړم؟ حيران شوم، چې دا به څه ډول زيری وي؟

ويل يې: امير المؤمنين د اختر په مناسبت او د ترحم په خاطر ستاسې د خلاصون فرمان صادر کړی.

زه په داسې حالت کې وم لکه خوب چې وينم. راته يې وويل: موږ دې له کورنۍ سره اړيکه نيولې، مازيګر به درته راورسېږي، نور به ولاړ شي.

خوشحالي راباندې لکه باران ورېده، د انتظار شېبې وې، چې ګورم هماغه عمر نومی طالب او ورسره غېږ مې کوچنی زوی اطاق (کوټې) ته راننووت، له خوشحالۍ مې ورمنډه کړه، لومړی مې عمر ښکل کړ او بيا مې خپل بچی ورڅخه واخست، کلک کلک مې ښکل کړ،

زوی مې راته وويل: بابا جانه! طالبان څومره ښه خلک دي، ته يې شکر څومره ښه ساتلی يې.

ورته مې وويل: هو! بچيه!. بيا يې وويل: بابا جانه دا عسکري پرېږده، زه درپسې ډېر خپه شوی وم.

په دغه وخت کې مې اوښکې قابو نه شوی کړې، او سختو سلګيو واخستم، ورته مې وويل: بچيه! نوره عسکري نه کوم، نور به خپل لاسونه ټناکې کوم او تاته به حلاله روزي ګټم،

په ژوند کې مې خوږه شېبه همدا وه، له اطاق څخه يې بيرون ته بوتلم، موټر ته يې پورته کړم او له طالبانو سره د خدای په امانۍ کولو شېبه هم خورا دردوونکې وه،

په اخیر کې عمر هم راغی، راته يې وويل: له ما څخه خو به خپه شوی نه وې؟ او د خدای په امانۍ لاسونه يې پورته کړل. خو هغه انساني او اسلامي اخلاق يې زما د ټول عمر درس شو.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

ښه او بد!

عبدالله وردک / انګلستان – جون – ۲۰۱۸ ګرانو او محترمو وروڼو ...