طالب مشر نوي څه وویل؟

وفی الله روفي

د اختر په مناسبت د طالب مشرانو پیغامونه تقریباً تکراري موضوع ګرځېدلې، دوی خپلو سرتېرو ته مبارکي وايي، زندانیانو سره خواخوږي ښيي د شهیدانو د شهادت د قبلېدو هیله څرګندوي او د خپلې مبارزې پر حقانیت، شفافیت او دوام ټینګار کوي، خو دا ځل د طالب مشر پیغام له ځان سره نور څه هم لرل.

هغه وخت چې ناټو پر افغانستان یرغل وکړ، د اسلامي امارت نظام يې ونړاوه او افغان ولس يې د فزيکي او روحي ویر په ټغر کېناوه، اړخونه واضح و، یو طرف ته کفار د ناټو تر چتر لاندې د امریکا په مشرۍ او بل اړخ ته مسلمان ولس؛ جګړې دوام وکړ او په دې دوام کې د کابل اداره د یو بل اړخ په څېر را څرګنده شوه، دغه اداره چې د تبلیغاتو په زور يې نږدې دوه لسیزې همدا نارې ووهلې چې دوی د وطن لپاره کار کوي خو هیچا ترې ونه پوښتل چې دې وطن کې تاسې څنګه د کفر غېږه کې را شنه شوئ؟

اصولاً دا جګړه د افغان ولس او بهرنیانو تر منځ باید شوې وای، خو کابل اداره هم ځان درېیمګړی معرفي کوي هم وايي چې بهرنیان يې دوستان، تمویلوونکي او روزونکي دي، په دغسې منافقانه دریځ سره طالبانو لا هم د دوی د عسکرو پر وړاندې ګوزاره کوله، خو کله چې جنګیالیو طالبانو ته درک ولګید چې تر بهرنیانو يې کورني مزدوران د جګړې په کرښو، شپنیو چاپو او د ولس په ځپلو کې اخلاصمن دي، دوی هم د ټوپک شپېلۍ او د ايښي بم تکمې د دوی موټرو ته برابرې کړې.

همدې افغان عسکرو په بېلابېلو نومونو او د ښکنځلو په بدرګه د افغان ولس پر وړاندې جګړه پر مخ یووړه، د کفارو تر ټانګونو مخکې يې خپل ځانونه د ماینونو خوراک کړل، پر خپل ولس يې چاپې ووهلې او لاس تړلي يې زندانونو ته کش کړل، خو بیا هم د طالب مشر په نوي پیغام کې د دوی پر وړاندې جالب دریځ غوره شوی دی، شیخ صاحب خبره رالنډه کړې او له هر شرط، قید او د کړیو جنایاتو له محاکمې پرته يې عسکرو ته ويلي چې که د یرغلګرو له ملاتړه لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست!

یو څه چې د طالب دښمن هم پرې اعتراف کوي د طالب امر او دریځ دی، دوی چې څه ووایي کوي يې ولو که د سره په بیه وي هم؛ دا د ورورۍ غږ وړاندې تر دې هم د طالبانو په اعلامیو کې شوی، چې له اورېدو سره يې شمال کې لویوقومندانانو له خپلو پرسونلو سره وسلې پر ځمکه کېښودې او د خپل ولس پر ضد جګړه يې ختمه کړه، خو دا لومړی ځل دی چې طالب مشر افغان عسکرو ته د خواخوږۍ دا ډول او په دې الفاظو پیغام وړاندې کوي.

د دې مانا دا ده چې طالب غچ پالونکی نه دی، جوړ جاړي ته د کابل ادارې په پرتله څو چند مایل دی، خو دلته د فاصلې جوړونکی او د جګړې اوږدوونکی یوازینی علت پاتې دی، چې د بهرنیانو پوځي موجودیت دی، هغوی پوهېدلي چې له دې څرېښو له ډنډه باید پښې سپکې کړي، خو که جنګي فشار هم پرې ور اضافه شي ښايي لا ژر پښې سپکې کړي او روغې جوړې ته ګونډې ماتې کړي او جنګي فشار هغه وخت پرې اضافه کېدلی شي چې افغان عسکر د بهرنیانو پرضد د ولسي مقاومت مخه ونه نیسي او پرېږدي چې طالب سرتېري مخامخ تر بهرنیانو ورسېږي.

د ځوانمردۍ غوښتنه خو دا ده چې افغان عسکر خپلې شپېلۍ پر بهرنیانو ور واړوي او خپلې دوه لسیزې ګناوې جبیره کړي، خو که يې دا هم له وسه نه کېږي باید د طالب مشر د ورورۍ غږ ته په وروري ځواب ورکړي او ثابته کړي چې د کفر په مزدورۍ کې د زري ټانګ تر ديوالونو د خپل ورور د موټر سایکل لغړ زین ډېر خوندي دی!

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: طالب مشر نوي څه وویل؟

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...