ټیسټ کرېکټ د راشد خان د کمالونو انتظار باسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او هندوستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ سبا پنجشنبه تاریخي ټیسټ سیالۍ د سترو توقعاتو او تمو سره پېل کوي.

د راشد خان څخه چې د نورو کلونو په پرتله ښه ځلیدلی او په ځانګړي ډول یې په هندوستان کې زیات مینوال موندلي دي، ډېره تمه کیږي چې په خپلو ځانګړو کمالونو به ټیسټ کرېکټ هم رنګ کړي.

نوموړی چې د شل اوریزو سیالیو لومړی مقام او د یو ورځنیو سیالیو دویم مقام لرونکی توپ اچونکی دی، په لومړي ځل د هندوستان پر وړاندې د ټیسټ سیالۍ ترسره کوي.

ډېرو رسنیو راشد خان وستایه او په یو شمېر نومونو یې ونوماوه، له دې څخه یې یو ځانګړی نوم جادوګر سوکه توي اچونکی هم و، او ددې فلسفه داده چې نوموړی خپل مټ په چټکۍ سره تاووي چې توپوهونکی نه پوهیږي راشد خان به ګوګلي ولي او که لیګ بریک.

راشد خان یوې هندي رسنۍ ته د آی پي ایل سیالیو په جریان کې ویلي وو چې زما د توپ اچونې کمال زما په مټ کې نه بلکې د ګوتو سرونو کې دی، که چیرې زه مټ وکاروم زما د توپ اچونې چټکي نه پاتې کیږي او شاید توپوهونکی زما کمال پر ګوته کړي.

خو لکه څنګه چې راشد خان وکولای شول د شل اوریزو ترڅنګ په پنځوس اوریزو سیالیو کې خپل مقام وساته، او د نړۍ لومړی مقام یې هم خپل کړی و، همدا ډول یې په پنځوس اوریزو سیالیو کې چټکې ۱۰۰ ویکټو ترلاسه کولو ریکارډ هم پخپل نوم کړی.

ځینې توپ اچونکي د شل اوریزو سیالیو ځانګړتیا لري، ځینې د پنځوس اوریزو ځانګړتیا او ځینې بیا د ټیسټ سیالیو ځانګړتیا لري، خو راشد خان تر دې دمه په شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې خپله جادوي توپ اچونه ثابته کړې.

دا به وروسته ثابته شي، خو انګیرل کیږي داسې چې راشد خان به د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو په څېر په ټیسټ لوبه کې هم ښه وځلیږي.

راشد خان په آی پي ایل کې د ایم ایس دهوني ترڅنګ یو شمېر تکړه هندي لوبغاړي سوځولي، د ویسټ انډیز پر وړاندې یو ورځنۍ سیالۍ کې یې تېر کال ۷ لوبغاړي وسوځول او همدا ډول یې په استرالیایي بیګ بیش لیګ کې هم غوره توپ اچونه وکړه.

اوس د ټیسټ سیالۍ چې افغانستان به په لومړي ځل دې ستر مقام ته رسیږي، راشد خان په کې خپل کمال ښايي، دا سیالۍ د راشد خان لپاره اسانه نه ده او د ټیسټ کرېکټ په نړیوال درجه بندۍ کې هندوستان لومړی مقام لري.

له راشد خان څخه د شل اوریزو سیالیو په څېر تمه کول نه دي په کار، او نه به شاید هغه د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو په څېر وځلیږي، خو له دې هم انکار نشي کیدلای چې هغه به د هند لوبډلې لپاره ترټولو سخت توپ اچونکی وي.

تازه راپورونو ښودلې چې هندي توپوهونکو په ځانګړي ډول د راشد خان توپ اچونې مخه نیولو لپاره په تمریناتو کې ځانګړی چمتو والی نیولی، تر څو دده پر وړاندې له دفاعي تکتیکه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې د هند او افغانستان ترمنځ دغه تاریخي سیالۍ به سبا پنجشنبه (جون میاشتې ۱۴مه نېټه) د سهار په ۸:۳۰ بجې د بنګلور ښار په چیناسوامي لوبغالي کې ترسره کیږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ټیسټ کرېکټ د راشد خان د کمالونو انتظار باسي

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

کابل: رزمي لوبغاړی احمد ولي هوتک په چاقوګانو وهل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳تلې، ۱۳۹۷ل): کابل کې د رزمي لوبو افغان ...