غزل – اختر کې سوله راغله

حفیظ الدین پیرزادہ

اختر کې سوله راغله، که په سوله کې اختر دی
دا سوله بختورہ که اختر مو بختور دی

دا سپین ھار د الماسو د لیلا په سینه پروت دی
که سپین بیرغ خپور شوی د کابل په سپین ټټر دی

د سولې دښمنان د توتکرکو په څیر پټ شول
وطن مو منور شو راختلی ښکلی لمر دی

ثابته شوہ چې جنگ د افغانانو تر منځ نه دی
جگړ‎ې سرہ راغلی له بیرونه اشغالگر دی

تل پاته سوله ھله چې اشغال ته سرہ یو شي
طالب دی که پولیس یا د ملي اردو عسکر دی

ښکاریږ‎ي یرغلگر نور پخپل چال کې دي چِت شوي
حیران دي د طالب بصیرت څومرہ زورور دی

ھمدا که د مومن فراست نه وي، نو به څه وي؟!
اتل د غزاگانو مو د سولې ھم رھبر دی

اور بند که موقت ھم وي د فتحې پیلامه دہ
په صلحې حدیبیه ملا تر ھر چا ډیر خبر دی

د ستورو په اتڼ کې به سپوږ‎مۍ په جرگه بوځو
جانان به را پخلا کړ‎و خیر دی اوس که مرور دی

د پیغلو کتارونه به د زاڼو په شان راشي
حفیظ اجارہ کړ‎ی لا له مخکې نه گودر دی

د جون نھم ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویدن

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: غزل – اختر کې سوله راغله

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

غزل / سپوږمۍ

هغه مینه مې د زړه چې په تاکیږي هغه میـــنه مې نو ...