طالبان: اوربند د کوم بهرني لوري په غوښتنه نه دی اعلان شوی

(نړۍ نیوز):

طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې گواکې د اختر درې ورځنی اوربند يې د ځينو هېوادونو په غوښتنه او فشار کړی دی.

له تېرو دوو ورځو راهيسې ځينو رسنيو او کارپوهانو ويل، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ شوي اوربند کې د امریکا او پاکستان رول ډېر و او طالبانو د پاکستان په فشار دغه اوربند ته غاړه اېښې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميې دغه راپورونه بې بنسټه بللي او ټينگار يې کړی، چې دغه اوربند يې «د خپل ولس د هوساينې لپاره په خپل ابتکار»  اعلان کړی دی.

طالبان وايي، چې د کوچني اختر پر مهال درې ورځنی اوربند يې د دې لپاره کړی، چې عام افغانان اختر په خوښۍ او ارامه فضا کې تېر کړي او په ورته وخت کې يې ټينگار کړی، که د افغان حکومت چارواکي او امنيتي ځواکونه «د اشغالگرو کفارو» له ملگرتيا لاس واخلي، د دوی سينه ورته خلاصه ده او هېڅ ډول کرکه به ورسره ونه لري.

ولسمشر اشرف غني د روژې له اوويشتمې د اختر تر پنځمې نېټې له طالبانو سره اوربند اعلان کړی او په مقابل کې يې طالبانو هم د اختر درې ورځې پر افغان امنيتي ځواکونو او دولتي چارواکو د بريدونو نه کولو اعلان کړی دی.

ولسمشر غني ويلي، چې دغه اوربند يوازې افغان طالبانو لپاره دی او د القاعدې او داعش په گډون د نورو بهرنيو ډلو پر ضد به ځمکني او هوايي عمليات روان وي.

 طالبانو هم ويلي، چې د دوی اوربند يوازې د افغان ځواکونو او دولتي چارواکو لپاره دی او خپلو جنگياليو ته يې امر کړی، چې پر بهرنيو ځواکونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

د افغان حکومت او طالبانو دغه اوربند په ولس کې په پراخه کچه ستايل شوی او خلک يې د سولې پر لور ستر گام بولي.

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...